- لیکنه: صدیقه پوپلزۍ
روغتیا او مناسب اندامونه د خدای پېرزوینه ده، خو انسان ته هغه وخت خپل د صحت ارزښت معلومېږي کله چې په روغتون کې په ډول ډول ناروغیو اخته انسانان وګوري او یا هم پخپله ناروغه شي.
د ناروغۍ یو لامل خو د خدای له طرفه ازمیښت وي، خو بل لامل یې زموږ په خوړو کې عدم اعتدال دی، په داسې حال چې دین مو هم د برابري او اعتدال لپاره امر کوي چې خوراک، څښاک کوئ خو برابر داسې نه چې اسراف وکړئ. خو موږ چې کېنو نو دومره خورو چې بیا د پاڅېدلو توان نه لرو.
نه شرعي اصول مراعات کوو او نه طبي او دا زموږ د چاغېدلو او ناروغېدلو ځانګړی لامل دی. ځکه چې زیات خوراک سره یو لوري ته معده خرابېږي او د نبی علیه السلام وینا ده چې معده د ناروغیو کور دی که دا روغه وي، نو ټول به جوړ وي او که دا خرابه شي نو ټول بدن خرابېږي، له بلې خوا معده چې څومره بوخته وي هغومره بدن ته زیاته انرژي ورکوي او بدن کې مو اضافه وازګې او غوښې رامنځ ته کوي چې له امله یې بدن چاغېږي.
چاغ بدن انسان له هر کاره باسي نه د ښه وي نه د بدې تر دې چې انسان خپل روزنیز کارونه هم په اسانۍ سره سر ته نه شي رسولای او تل له بل څخه مرسته غواړي داسې انسان بیا د خلکو په سترګو کې هم حیثیت نه لري، نو مخکې له دې چې وزن مو زیات شي راځئ په خپلو خوړو کې حد درجه کمی راولو، ځکه زموږ راتلونکې لپاره به اغېزمن واقع شي چې د بل د احتیاج څخه خلاص او بدن به د هر ډول مریضی نه سالم شي.
- او که وزن مو زیات شوی وي او ورسره پاذاب یاست، نو دا څو لارې درسره مرسته کولای شي. ګهیځ وختي له سلو تر دېرش دقیقو پورې مسلسل ورزش وکړئ.
- په خپلو خوړو کې سابه او ګلپي زیات کړئ.
- د خورو اندازه تر خپلې وسې پورې راکمه کړئ او له ډېرو غوړو څخه ځان وساتئ.
- سهار چایو پرځای صرف مېوه سره د لیمبو د شربت څخه شروع کړئ او تر غرمې پورې نورو خوړو ته زړه مه ښه کوئ، ځکه مېوه غوړ نه لري او په لېمو کې موجود پکتین د وزن کمولو کې مرسته کوي.
- او که دا ټوله مو د لاسه نه کېږي، نو بیا ۳ او ۴ ګېلاسه کافي اغېزمنه ده ډېر زر به وګورئ چې د بدن زیاتي وازګې مو په ویلي کېدو شي.
- هېڅکله پر یوه وخت ډېره ډوډۍ مه خورئ، ځکه دا کار د چاغېدلو سبب کېږي، لږ لږ وخوړئ بیا به مو اندام هم برابر پاتې شي.
سلامونه,
هیله کوم ددی لیکنی په اړه مو بیا لګه پلټنه وکړی.
. . . . . . . . . . . . . د پام ټکي . . . . . . . . . . .
د خوړو اندازه باید زیاته را کمه نشي بلکه پکار ده خوړو ته مو بدلون ورکړل شي د بيلګې په توګه پکار ده لګ او ښه کاربوهایډریت لرونکي خواړه وخوړل شي.
د سهار چای پکار ده په مړه ګيډه وڅښل شي ځکه دا مرسته کوي چی د ورځې ځان موړ احساس کړو او ښه فزیکي فعالیت وکړی شو