- ژباړه: نسیمه محمدي
د بدن د دفاعي سیسټم د تقويې او له ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره د انتي اوکسېدان لرونکو خوړو باید ګټه واخیستل شي.
د اصفهان د خوړو او تغذيې د چارو متخصص ډاکټر سید مرتضی صفوي وویل: “د بدن د دفاعي سیسټم د پیاوړي کېدلو لپاره د امېګا۳، لکه ماهي، وېټامین سي لکه د مرکباتو ډولونه، کدو، ګلپي، ککاو، هګۍ، غوښه او حبوباتو څخه باید کار واخیستل شي.”
ډاکټر سید مرتضی صفوي زیاتوي: “له دې امله چې کرونا وایروس غوړ خاصیت لري، باید لوښي او خوراکي مواد په سم او ښه ډول ووینځل شي.”
نوموړي له خلکو وغوښتل چې له کورنیو خوړو ګټه واخلي او یا له هغو رستورانتونو خواړه تر لاسه کړي چې د خوړو د پاکوالي څخه یې ډاډمن وي، بیا خواړه وپېري.