- ژباړه: نسیمه محمدي
د سدني پوهنتون څېړونکو داسې یوه تګلاره موندلې، چې په واسطه یې کېدای شي د آلزایمر ناروغي او نورې سېناپسي اختلاطات کم کړای شي.
د مډیکل اکسپرس د راپور پر بنست، په آلزایمر د اخته ناروغانو مغز د (RNA [اسید ریبونوئلیک]) په نامه د بیارغونې چاره په ښه توګه نه تنظیموي. دا چاره یو جنیتیکي میکانیزم دی، چې د عصبي حجرو د اتصال لپاره اړین پروتینونه اصلاح کوي. دا اتصالات سېناپس نومېږي.
د سدني فني پوهنتون د څېړونکو وروستۍ څېړنې ښايي، د RNA د بیارغونې د چارې بیا ځلي تنظیم سره د آلزایمر او نورو سېناپسي اختلاطاتو مخنیوی کېدای شي.
د دې څېړنې لومړنۍ ارزونې په حیواني موډلونو کې مثبتې ښودل شوي او څېړونکي د هغو ټولو میکانیزمونو پوهېدلو په لټه کې دي، چې د سېناپسي اختلاطاتو سبب ګرځي.
دا کړنلاره کولای شي د آلزایمر او پارکینسون ناروغیو په کنترول کې ګټور وي. آلزایمر د عقلي زوال تر ټولو عام ډول دی، چې حافظه، افکار، د کلام مهارتونه او قضاوت، د مطلب درک او په کُلي ډول د پېژندلو (شناختي) کړنلاره زیانمنوي.
د عقلي زوال په اړه د روغتیا نړیوال سازمان وروستي خپاره شوي ارقام:
- آلزایمر د عقلي زوال تر ټولو پېژندل شوی رقم دی.
- عقلي زوال په ټوله نړۍ کې د زړو خلکو د ناتوانۍ له مهمو علتونو څخه دی.
- عقلي زوال نه یوازې په ناروغو وګړو کې جسمي، رواني، ټولنیز او اقتصادي اغېزې لري، بلکې په کورنۍ او اجتماع هم اغېز ښندي.
- اوس مهال شاوخوا ۵۰ میلیونه وګړي په عقلي زوال اخته دي او هر کال ۱۰ میلیونه په دې شمېره زیاتېږي.
- که څه هم د عقلي زوال زیاتره قربانیان زاړه خلک دي، مګر دا عارضه د طبیعي زړښت یوه برخه نه ده.
- پنځه سلنه د آلزایمر ناروغان د ژوند په څلورمه یا پنځمه لسیزه کې لومړني علایم څرګندوي.
د دې څېړنې پایلې په Molecular Brain نشریه کې خپرې شوي دي.
سرچینه: ایرنا