راشد خان د چټکو ۱۰۰ ویکټو اخیستو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي راشد خان د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په تاریخ کې د چټکو ۱۰۰ ویکټو اخیستو ریکارډ جوړ کړ.

نوموړي د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو پای لوبه کې دغه ریکارډ د کرکټ وروستي ۲۰ وریزه نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز خلاف ترلاسه کړ.

 د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو پای لوبه کې دواړه افغانستان او ویسټ انډیز د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د رسیدو وروسته مخامخ شول، چې افغان لوبغاړي راشد خان د خپل ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو ۴۴ مه لوبه ترسره کړه او پکې یې د لمړۍ ویکټې په اخیستو سره خپلې ۱۰۰ ویکټې پوره کړې.

29542464 2063638500521524 7030734744338299307 n راشد خان د چټکو ۱۰۰ ویکټو اخیستو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

 په «لیټل ګوګلي ماسټر» مشهور افغان راشد خان اوس په نړیوال کرکټ کې په دې کارنامې سره لمړي مقام ته ورسید، چې له دې وړاندې د چټکو ۱۰۰ ویکټو اخیستو ریکارډ د اسټرالوي میچل سټارک په نوم و.

اسټرالوي میچل سټارک له دې وړاندې په ۲۰۱۶ م کال کې د سریلنکا خلاف د سریلنکا کولمبو کې دغه ریکارډ په ۵۲ سیالیو کې خپل کړی و، چې له هغې وړاندې په ۵۳ سیالیو کې د پاکستاني سقلین مشتاق په نوم و.

dc Cover ptgksjjknh351r5h3rl13oeeb0 20180124134015.Medi راشد خان د چټکو ۱۰۰ ویکټو اخیستو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

 راشد خان د ویسټ انډیز خلاف په دې تاریخي سیالۍ کې د ویسټ انډیزي شايي هوف په سوځولو سره ۱۰۰ ویکټې واخیستې او لمړي مقام ته ورسید.