
د سویلي افریقا او آسټرالیا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ سویلي افریقا خپله کړه.
د دې دوو هیوادونو ترمنځ د فیبرورۍ میاشتي په ۲۹تمه نیټه لومړۍ لوبه ترسره سوې وه، چي هغه سویلي افریقا په ۷۴ منډو توپير ګټلې وه، خو دوهمه لوبه ئې بیا پرون چهارشنبه ترسره سوه، چي هغه یو ځلي بیا سویلي افریقا په ۶ ویکیټو وګټله او دا لړۍ ئې خپل په نوم کړه.
په پرونۍ لوبه کي لومړی آسټرالیا توپوهنه وکړه، چي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي ئې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سویلي افریقا ته د ۲۷۲ منډو هدف وټاکه.
د آسټرالیا لپاره پينچ او شارټ ۶۹ ـ ۶۹ منډي، مارش ۳۶ او وانر بیا ۳۵ منډي جوړي کړې.
د سویلي افریقا لپاره بیا لینګي نیګیډي ۶، اینریچ نورتي ۲، خو پیهلوکوا او تبریز شمسي بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
کله چي د سویلي افریقا لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو د آسټرالیا له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۴۸،۳ آورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
د سویلي افریقا لپاره مېلان ۱۲۹ ناسوځېدلي، کلاسین ۵۱، سموتیس ۴۱ او مېلر بیا ۳۷ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.
د آسټرالیا لپاره بیا آدم زیمپا دوه، خو میچل سټارک او پات کومینز بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
ټاکل سوې دا دوه هیوادونه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د راتلونکي شنبې په ورځ ترسره کړي.
سویلي افریقا او آسټرالیا د یو ورځنیو لوبو لړۍ مخکي د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ ترسره کړه، چي هغه بیا میمله اسټرالیا وګټله.