ویسټ انډیز تر درو ماتو خوړلو وروسته سریلانکا ته ماته ورکړه!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د سریلانکا او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سریلانکا په کوربتوب د ۲ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې پرون چهارشنبه لومړۍ شل آوریزه لوبه ترسره سوه، چي پکښي میلمه لوبډلي ویسټ انډيز کوربه لوبډلي سریلانکا ته په ۲۵ منډو توپير ماته ورکړه.
89278847 10157018124662555 4675377561633554432 o ویسټ انډیز تر درو ماتو خوړلو وروسته سریلانکا ته ماته ورکړه!
په یاده لوبه کي لومړی ویسټ انډیز توپوهنه وکړه، چي په ټاکلو ۲۰ آورونو کي ئې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره سریلانکا ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکه.
د ویسټ انډیز لپاره په یاده لوبه کي سیمونز ۶۷ ناسوځېدلي، انډری رسل ۳۵، پولارډ ۳۴، کینګ ۳۳ او پوران بیا ۱۴ منډي جوړي کړې.
88336105 3209579339061140 7140349968157507584 o ویسټ انډیز تر درو ماتو خوړلو وروسته سریلانکا ته ماته ورکړه!
د سریلانکا لپاره بیا ملینګا، اسورو اودانا، لکشان سنداکان او هسرنجا یوه یوه ویکیټه واخیستله.
کله چي د سریلانکا لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول، نو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ئې د لوبي په ۱۹،۱ آورونو کي ۱۷۱ منډي جوړي کړې او د ۲۵ منډو په توپير ئې په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي ماته وخوړه.
د سریلانکا لپاره کوشان پریرا ۶۶ او  هسرنجا بیا ۴۴ منډي جوړي کړې.
sri lanka v west indies.jpg ویسټ انډیز تر درو ماتو خوړلو وروسته سریلانکا ته ماته ورکړه!
د ویسټ انډیز لپاره بیا اوشېن توماس ۵، رومان پاول ۲، خو کوټریل، رسل او براوو بیا یوه ـ یوه ویکیټه واخستله.
ټاکل سوې دا دوه هیوادونه دوهمه او وروستۍ شل آوریزه لوبه سبا د جمعې په ورځ ترسره کړي.
ویسټ انډیز او سریلانکا ملي لوبډلو تر دې مخکي د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړه، چي هغه ټولي لوبي کوربه سریلانکا وګټلې او لړۍ ئې د ویسټ انډیز څخه خپله کړه.