د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره نن د کرکټ په تاریخ کې یوه بله تاریخي او نه هیرودونکې ورځ ده.
په زیمبابوې کې د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې افغان لوبډلې په سختو حالاتو او ستونزو کې وکولی شول، چې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي.
په دغه لړ کې افغانستان د زیمبابوې، سکاټلینډ او هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلو ته ماتې وخوړې، خو د ویسټ انډیز، ایرلینډ، متحده عربي امارتو او نیپال لوبډلو څخه یې په سیالیو کې بریاوې خپلې کړې.
د ۱۰ لوبډلو په ګډون د کرکټ نړیوال جام ته د غوراوي پړاو سیالۍ د روانې مارچ میاشتې په ۴ مه نېټه په زیمبابوې کې پیل شوې وې، چې پکې افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورسیدل.
د دواړو ویسټ انډیز او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د همدغه غوراوي جام سیالیو پای لوبه سبا ترسره کیږي، چې پکې ګټونکې لوبډله به د دغه جام اتلولي خپلوي.
د نن ورځ مهمه سیالي به نه یوازې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوه نه هیریدونکې ورځ وي؛ بلکې د ځوان راشد خان لپاره پکې هم تاریخ جوړیدونکی دی.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې دې ځوان لوبغاړي د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په خپل روان کیریر کې د ۴۳ لوبو ترسره کولو وروسته ۹۹ ویکټې اخیستې دي، چې تر دې مهاله په نړیوال کرکټ کې چا نه دې ترلاسه کړې.
راشد خان اوس یوازې یوې ویکټې ته اړتیا لري، چې هم د ۱۰۰ چټکو ویکټو اخیستو نړیوال ریکارډ مات کړي او هم په راتلونکې کې نورو لوبغاړو ته په نړیوال کرکټ خپل ریکارډ جوړ کړي.
تر دې مهاله د چټکو ۱۰۰ ویکټو اخیستونکو په لیست کې اسټرالوي میچل سټارک په ۵۲ سیالیو کې لمړی، پاکستان سقلین مشتاق په ۵۳ سیالیو کې دویم او نیوزیلنډی شین بونډ په ۵۴ سیالیو کې د ۱۰۰ چټکو ویکټو په اخیستو سره دریم نړیوال مقام لري، چې اوس د دغه ریکاډ خپلولو ته د افغان راشد خان پر لور سترګې اوړي.
که د نن سیالۍ کې راشد خان د ویسټ خلاف پای لوبه کې یوازې یوه ویکټ ترلاسه کړي، نو په نړیواله کچه به هغه بالر وشمیرل شي، چې ۴۴ لوبو کې دغه ریکارډ جوړوي او لمړي مقام ته به ورسیږي.
ځوان راشد خان په نړیوال کرکټ کې د افغان لوبډلې لپاره هغه څوک دی، چې د خپلې ملي لوبډلې ترڅنګ د کرکټ نړۍ په ټولو مشهور تجارتي لیګونو کې ولوبید او اوس په نړیوال کرکټ کې د نورو ریکارډونو ماتولو او خپلو جوړلو لار تعقیبوي.