په دې لارو چارو د اضطراب (تشویش/ اندېښنې) مخنیوی وکړئ!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
  • لیکنه: نسیمه محمدي

اضطراب (Anxiety) یا اندېښنه او تشویش لرل، د ډاډ نه لرلو احساس، ورسته پاتي والي او فزیکي تحریک ته وایي. په کُلي ډول یو ډېر بې خونده او اغلب مبهم احساس دی. اضطراب دوه زړه توب دی، چې د یو یا څو جسمي حسونو، لکه د ساه ډوبۍ، د سینې د قفس تنګېدو، د زړه درزا، خولې او سردردۍ سره مل وي.
وړاندې په مطلب کې د اضطرب څخه د مخنیوي لپاره څو موارد یادوو، چې د اضطراب په مخنیوي کې ګټور تمامېږي.

  • خوړنیز رژیم: غلې دانې، د B کورنۍ وېټامینونه، امېګا، غوښه، کب، کیله، سابه اوترکاري، ډېرې اوبه څښل او د غوړو او ثقیلو خوړو خوړلو څخه ډډه کول د اضطراب څخه مخنیوي کوي.
  • ټولنیز اوسئ: د واده او خوښۍ محفلونو ته تګ، دوستانو او ملګرو سره لیدل، دا ناروغي لمنځه وړي.
  • خپل ټکول شوي او رټل شوي هیجانات د کاغذ پر مخ ولیکئ: هر هغه موضوع چې ستاسې د تحقیر او رټل کېدو لامل شوې، د سپينې پاڼې پر مخ ولیکئ او کرښه پرې کش کړئ، ویې سوځوئ یا په هر ډول چې ستاسې خوښه وي لمنځه یې یوسئ.
  • وخاندئ او شوخ طبیعته واوسئ: خندا او د ملګرو او کورنۍ سره خبرې وکړئ او د پر ځای ټوکو څخه د خوښ اوسېدلو او خوشحالېدو لپاره ګټه واخلئ.
  • ذهن مو پر حال زمانه متمرکز کړئ: تېر چې له لاسه مو وتلې او راتلونکې چې لا هم معلومه نه ده چې خپله ځولۍ کې به څه ولري، نو په اړه یې فکر هم مه کوئ، اوس، چې پکې ژوند کوئ د ځان په ګټه کار واخلئ.
  • د اعتماد په نفس لوړول: پر ځان باور درلودل تاسې سره د اضطراب په کنترول کې مرسته کوي.
  • ټولنیز ملاتړ: هر څوک په ټولنه کې دوست او دښمن لري، خو هڅه وکړئ متعادل رفتار او چلند ولرئ، چې ډېر ومنل شئ.
  • د کړکېچنو حالاتو لپاره چمتووالی: د هر ډول حالت چې تاسې فکر کوئ د اندېښنې وړ دي باید له وړاندې یې په اړه اماده ګي ولرئ.
  • د کړکېچنو موقعیتونو په اړه د معلوماتو تر لاسه کول: د داسې شېبو په اړه مخکې له مخکې باید مطالعه ولرئ.
  • تن آرامي( ریلکسېشن): د اضطراب او تشویش په احساسولو سره تیاره ځای یا اتاق ته لاړ شئ، د بدن ټول عضلات مو سست او بې حرکته کړئ، هر غړی چې نارام وي باید آرام شي او کار پرې وکړئ، له ځان سره خبرې وکړئ او د اضطراب پر وخت د ۱۰ تر ۱۵ دقیقو لپاره آرامي او چوپتیا غوره کړئ.
  • د قرآن کریم تلاوت اورېدل: د قرآن کریم اورېدل یا هر ډول غږ او موسیقي چې د غږ اندازه او تُن یې تاسې آراموي، غوږ کېږدئ.