له قهوې څخه د نوموتي فوټبالر رونالډو مجسمه جوړه شوه!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د پرتګال هیواد یوې شرینۍ جوړونکي کمپنۍ له قهوې څخه د نړۍ د یوه وتلي او نوموتي فوټبالر کریسټیانو رونالډو مجسمه جوړه کړې.
یادي کمپنۍ د رونالډو مجسمه تر جوړېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو خپره کړه او د ډېرو پرتګالیانو ترڅنګ ئې د فوټبال او خصوصا د کرسټیانو رونالډو د مینوالو پام ځان ته واړاوه.
خورخه کاردوسو، چي د یادي مجسمې جوړونکی دئ له رسنیو سره ئې په خبرو کي وویل، چي دا مجسمه ئې د ۱۲۰ کیلو ګرام په اندازه له قهوې څخه جوړه کړې.

د خورخه کاردوسو په خبره، چي دا مجسمه ئې په سویزرلینډ هیواد کي جوړه کړې او له هغه وروسته ئې پرتګال هیواد ته انتقال کړې.
کاردوسو چي د رونالډو یو له سر سختو سیالانو څخه دئ، دا مجسمه ئې د ۲۰۰ ساعتونو په جریان کي جوړه کړې، چي ۱۸۷ سانتي متره اوږدوالی لری.

ویل کیږي، چي هغه به دا مجسمه د پرتګال هیواد په یو لړ خاصو مذهبي مراسمو کي نندارې ته وړاندي کړي.
تر دې مخکي د رونالډو یوه بله د سپینو زرو مجسمه پرتګال هیواد کي د مادیرا په نوم یوه هوايي میدان کي جوړه سوې وه، چي مسافرینو د تګ او راتګ په وخت کي لیدله.