- ژباړه: ملیحه ناصري
د نړۍ په بېلابېلو ځایونو کې داسې بېلابېل ځایونه شته چې په لیدو یې په رښتیا هم سړی حیران شي چې دا ډول ځای هم شته په نړۍ کې، آن د انځور لیدل یې سړی حیرانوي.
- د بریتېش کولمبیا – کاناډا – خالداره سیندګوټی:
دا سیند ګوټی د (اوسیوس) ښار په شمال لویدیځه سیمه کې دی. د اوکانګان خلکو په اند مذهبي سیندګوټی ګڼل کېږي. اوړی یې اوبه تبخیر کېږي او واړه واړه حوضونه پکې پاتې کېږي چې د یوه رنګ له بل سره لږ توپیر لري.
– the giant`s causeway د ایرلینډ
شپږ میلیونه کاله وړاندې دلته د غټ (اتشفشان) انفجار شوی وو، ډېر زیات اوبه شوي بازالټ یې شاوخوا روان کړل. دا مواد ورو ورو ساړه او پر دغو تیګو بدل شول چې وینئ یې. تقریباً اووه دیرش زره استوانه یي ډوله څو ضلعي دلته شته چې د هندسې له پلوه هېڅ ستونزه یې په بڼه کې نشته. همدې لپاره د یونسکو په نړیوال میراث کې ثبت شوې سیمه ده.
- د امریکا اورګان ایالت – تور څاه:
دا څاه له بازالته جوړه، د کاسې بڼه لري او د امریکا اورګان ایالت کې ده او تور نومېږي. د سیند اوبه د دې څاه منځته ور توېږي، د مد پر وخت یې بېرته پاس واروي. دا څاه داسې لکه په سیند کې چې سوری جوړ وي، تر لاندې پرته له پاسه هم اوبه ورننوځي. تقریباً شپږ متره ژوره ده. او کله چې د سیند اوبه ډېرې شي، نو باید له لرې یې ننداره وشي.
- پاموک کاله – ترکیه:
د ترکیې سویل لویدیځه سیمه ده چې پاموک کاله په نامه یادېږي، یانې پنبه یي کلا (پخته یي کلی). د معدني او تودو اوبو لپاره پېژندل شوی او د یونسکو په میراث کې ثبت دی. دا اوبه د غره له سره هغو حوضونو ته ورتویېږي چې په زینه یيز ډول دي او له تراویرتن نه جوړې دي.
هلیپر سیندګوټی – لویدیځه اسټرالیا:
په اتلس سوه او دوه کال د اسټرالیا په ریچرچ مجمع الجزایر کې وموندل شوه. دا شیرچایي رنګ یې د کال په ټولو موسمونو کې همداسې پاتې وي. او شیرچایي رنګ یې د اوبو ډېر تروش والی , د مالګه خوښوونکو (دونالییلا سالینا) په نامه موجوداتو او د شیرچایي هالوباکتري له امله دی.
- باداب سورت – ایران:
د نړۍ له حیرانوونکو ځایونو څخه دی چې له تراویرتني موادو جوړ او د ایران شمالي سیمه ده. دا اوسنۍ بڼه یې د زرګونو کلونو په پای کې موندلې. تراویرتن هغه رسوبات دي چې د تودو اوبو په چینو کې د کلسیم له امله پیدا کېږي. دا سوربخوندی رنګ یې هم د وسپنې د اوکسید ډېروالی ښیي.
- تیانزي غرونه – چین:
د چین د استان هونان په شمال لویدیځه کې دی او تیانزي یانې د جنت زوی. آهکي غرونه یې شنو بوټو پوښلي او جالبه یې لا دا چې د اواتار فلم د غرونو مفکوره له دې ځایه اخیستل شوې.
- نازکا کرښې – پیرو:
دا کرښې د نازکا په نوم پخواني قام ایستلي چې د ځینو اوږدوالی یې دوه زرو مترونو ته رسېږي او یوازې له پاسه ښکارېدی شي. د ژویو انځورونه او هندسي شکلونه دي چې د سویلي امریکا په (سن خوزه) وچه دښته کې کښل شوي دي.
- برمودا مثلث – شمالي اتلس:
د (د شیطان مثلث) په نامه هم یادېږي. د برمودا، فلوریدا او پورتوریکو ترمنځ د لوی بحر په اوږدو کې ده. کلونه کېږي چې وایي په سلهاوو بېړۍ او الوتکې (طیارې) دلته ورکېږي او هېڅ پته بیا نه ترې لګېږي. خو اوس دا خبرې یوازې شایعات او انګازې ګڼي.
– سکوترا جزیره – یمن:
دا لرې سیمه د تخییلي فلمونو د لوکېشن بڼه لري چې د افریقا له سیمو راجلا شوې ده. داسې عجیبه بوټې پکې دي چې د نړۍ بل هېڅ ځای کې نشته چې له دې ډلې د (اژدها وینه او ستبر بطرۍ) ونې یادولی شو.
- د دښتې لاس – شیلي:
د شیلي اتاکاما دښتې په منځ کې یو لاس دی چې د (ماریو ایرارازابال) هنري اثر دی او ماریو د شیلي مجسمه جوړوونکی وو. د ماریو ایرارازابال اثار ډېری انساني ځورېدنو پورې تړاو لري چې دې اثر کې د انسان د یوازیتوب حس انځورولی دی.
- چاکلیټي غونډۍ – فلیپین:
د بوهول جزیرې دا غونډۍ چاکلیټي رنګ لري او داسې منظمې دي، ته وا چې مصنوعي جوړې شوي. ویل کېږي چې د مرجاني ترکیبونونو رسوب دی چې د باران له کبله داسې شوي. دا غونډۍ خپل رنګ له شنه نه قهوه یي ته بدلوي, هغه وخت چې موسم وچ وي.
- سور ساحل – پانجین – چین:
دا سیمه د یو ډول سره رنګو موجوداتو چې سوییدا نومېږي له امله سره شوې ده. په مني کې روښانه سور رنګ اخلي. دا هغه ځای دی چې ډېری مساپر او کډوال الوتونکي ورته راځي, یوازې لږه برخه یې د انسانانو د نندارې لپاره ده، یانې ورتلی شي.
- د مټیو دښته – لاووس:
د لاووس (ژینګ خوانګ) کلي کې سلګونه له تیګو جوړې شوې مټۍ دي چې ویل کېږي پخوا خلکو د مړو خښولو مراسمو او د شرابو جوړولو لپاره کارولې.
- د اجنه درې ایالتي پارک – یوتا ایالت – امریکا:
دا مریخ نه دی، د یوتا ایالت د مالګین سیند ګوټي ښار، سویل ختیځه سیمه ده. ریګ یې د اورښتونو او بادونو له امله پر لوړو هودو تیګو بدلې شوي. هودو د تیګو یو ډول سولیدلې بڼې ته وایي.
- د نهنګ نازک هډونه – سایبیریا:
د (تیګران) جزیرې شمالي برخې سیندغاړه چې د الاسکا دوه اتیا کیلومټرۍ کې پرته ده، د دې ځای د توریستانو د جذبولو لپاره غوره ځای دی. دلته د غټو نهنګونو هډونه یا هډوکي په ځکه خښ شوي چې ویروونکې څېره یې ورکړې. د دې سیمې قدامت څوراسم یا پینځه لسم قرن ته رسي. مالومه نه ده چې د دې ځای بومیانو دا سیمه مقدسه ګڼله، که یوازې د سیند د ماهیانو او ژویو د وژلو ځای وو.
- ښیښه یيزه سیندغاړه – کالیفورنیا – امریکا:
دا ځای کلونه د خځلو اچولو سیمه وه. په نولس سوه او شپیتم کال دلته د خځلو اچول بند شول، خو تر همغه وخته هم خځلو لکه برقي توکو , بیطریو او کوتیو د سیند مینځ ته لاره کړې وه. د کلونو په ترڅ کې ښیښه ییزو خځلو د څپو له امله ښویه بڼه غوره کړه او د سیلانیانو لپاره جذبوونکې سیمه شوه، خو که هر سیلانی له ځان سره یو موټی ښیښې یوسي,نور نو دلته د ښایست او جاذبې په نامه څه نه پاتې کېږي.
- مړستون (سردخانه / مقبره) – پاریس – فرانسه:
دلته یوه زیرزمینې ده چې تقریباً د شپږو میلیونو پاریسیانو پاتې شونې پکې دي. ډېری دا اسلیکټونه نوم و نښان نه لري. د اتلسمې او نولسمې پېړۍ په بهیر کې له هغو هدیرو راوړل شوې چې مړي پکې ډېر وو. د فرانسې مسوولینو چې ولیدل ډېری سلانیان دا ځای خوښوي، نو جمجمې او هډوکې یې لږ وسولول او ویې سینګارل.
- ګیسېر فلای (آب فشان، نه آتش فشان ) – نوادا ایالت – امریکا:
په یوه شخصي سیمه کې د سیاه سنګ په نامه دښتې څنډې ته په نوادا ایالت کې د اوبو فوارې په ډول ده، خو بڼه یې اتشفشان نه اب فشان ده، یانې د اور پر ځای اوبه ترې بادېږي. تقریباً یونیم متر کدرې پورته اوبه بادوي. شین او سور رنګ یې د شنو او سرو موجوداتو له کبله چې چلبک نومول کېږي دی.
- د پیشوګانو جزیره – جاپان:
د جاپان په تاشیروجیما سیمه کې د انسانانو له شمېره یې د پیشکو شمېر ډېر دی. پخوا دلته وریښم تولید کېدل، موږک د ورېښمو دوښمن دي، نو پیشوګانو هم د موږکو لپاره دلته لاره ومونده. د دې ځای کب نیوونکي پیشوګانې د ښه چانس شګون ګڼي، د همدې له امله یې دلته د پیشو مجسمه جوړه کړې او زیارت یې ترې جوړ کړی. بله دا چې دلته یو سپی هم د راتلو اجازه نه لري.