له کرونا وایروس څخه د ځان ساتنې لپاره آسانه لار

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
  • ژباړه: نسیمه محمدي

د کرونا وایروس نښې تر څو ورځو پورې نه څرګندېږي، له څه مودې وروسته شخص پوهېږي، چې په دې وایروس اخته دی. اخته شخص ته تبه، ټوخی پیدا او روغتون په مراجعې سره لیدل کېږي، چې د سږو ۵۰٪ په الیاف (fibrosis) سره پوښل شوي، چې نور نو ناوخته شوې وي.
ټایواني روغتیايي متخصصان د کرونا وایروس په وړاندې د خپلې روغتیا چک کولو لپاره ساده کړنلاره بیانوي، چې هر سهار یې ترسره کولای شو.
د ۱۰ ثانیو لپاره ژوره سا واخلئ، که مو په بشپړه او بریالۍ توګه له ټوخي یا کومې ستونزې پرته سا وایستله، پوه شئ ستاسې سږو داسې کوم نسج یا الیاف نه دی نیولی.
نو په بېړنیو وختونو کې، هر سهار په پاکه هوا او آزاد چاپېریال کې خپلې روغتیا څخه ځان ډاډمن او دا چاره تر سره کړئ.
د جاپاني روغتیاپالانو له لوري (کوويډ- ۱۹) کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره غوره لارښوونه، هر یو باید خپله خوله او ستونی لوند او مرطوب وساتئ، هېڅکله باید ستونی وچ نه وي. تر هرو ۱۵ دقیقو وروسته د اوبو یو غړپ وکړئ. ولې؟ حتا که کله وایروس ستاسې خولې ته دننه شي…. د اوبو او نورو مایعاتو څښل مو مرۍ وینځي او د معدې اسید به وایروس ووژني. که چېرې تاسې په منظم ډول اوبه ونه څښئ، وایروس ستاسې حلق ته داخل او په سږو کې ځای نیسي. دا بیا ډېره ګواښوونکې ده. دا ډېره ساده او آسانه چاره ده چې هر څوک یې تر سره کولی او د دې ناروغۍ څخه پرې محنیوی کولی شي.
کرونا (کوویډ- ۱۹) وایروسي ناروغي چې له چین هېواد څخه خپره او د افغانستان په ګډون په دېرشو هېوادونو کې مثبتې پېښې ثبت شوي.