فوټبال؛ تېره شپه د رونالډو اوسنۍ او پخوانۍ دواړو لوبډلو ماتي وخوړې!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د اروپا د اتلانو لیګ د دوهم پړاو د تګ سیالیو په لړ کي تېره شپه وروستۍ دوې لوبي ترسره سوې، چي د رونالډو پخوانۍ لوبډله ریال ماډریډ د منچسټر سیټي سره او د رونالډو اوسنۍ لوبډله جیونټوس د لیون سره ولوبېده.
 د یادو سیالیو له ډلي ریال ماډریډ ۲ ګولونه پر ۱ د منچسټر سیټي څخه ماته وخوړه.
په دې لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره ایسکو د لوبي په ۶۰تمه دقیقه کي لومړۍ ګولوهنه وکړه، خو وروسته د منچسټر سیټي لپاره ګبریل جېسیس په ۷۸یمه او کیون ډي براین د لوبي په ۸۳یمه دقیقه کي ګولوهني ترسره کړې.

دا لوبه د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي په کوربتوب سانتیاګو برنباوو لوبغالي کي ترسره سوه.
د دې ترڅنګ د رونالډو اوسنۍ لوبډله جیونټوس تېره شپه د لیون سره ولوبېده، چي جیونټوس ۱ ګول پر ۰ د لیون څخه ماته وخوړه.
په یاده لوبه کي د لیون لپاره لوکاس توسارت ګولوهنه وکړه.
دا لوبه بیا د لیون په کوربتوب ترسره سوه.

د دې لیګ دوهم پړاو ته له ۳۲ لوبډلو څخه ۱۶ ټیمونو لاره پیداکړې، چي دا لوبډلي د تګ او راتګ په ډول یو د بل په وړاندي لوبیږي.
اوس یادي ۱۶ لوبډلي د تګ په پړاو کي ولوبېدې او د راتلونکي مارچ میاشتي له ۱۱مي د راتګ په ډول سره لوبیږي.
له یاد پړاو څخه درېیم پړاو ته ۸ لوبډلي لاره پیداکوي.
د اروپا د اتلانو لیګ د تېر پړاو اتلولي لیورپول فوټبال لوبډلي خپله کړې وه.