- ژباړه: نسیمه محمدي
هغه درمل چې د آمریکايي شرکت له لوري د ابولا، سارس او مرس لپاره بریالۍ نتیجه ورکړې وه، د کرونا د مقابلې لپاره هم ګټور ثابت شول.
د مېک په حواله، Remdesivir په نامه درمل د Gilead شرکت پواسطه په آمریکا کې تولید او د روغتیا نړیوال سازمان له لوري مؤثر ثابت شوي.
Gilead د چینايي چارواکو په مرسته په کرونا(COVID-19) ناروغۍ په اخته دوو ناروغانو آزمايښت پیل کړی.
د WHO عمومي مشر بروس آیلوارد په وینا، کولای شو Remdesivir د کرونا د درملنې لپاره ګټور درمل وګڼو.
Remdesivir په لومړیو کې د ابولا وایروس درملنې لپاره جوړ شول او څېړنې ښايي د هغو ویروسونو لپاره چې په منظم ډول خپل ماهیت ته تغییر ورکوي، هم د استفادې وړ دي.
دغه درمل په منځني ختیځ کې د مرس وایروس په وړاندې هم وکارول شول، چې د کرونا وایروس د کورنۍ د ډولونو څخه شمېرل کېږي.
یاد درمل د یو ډول خطرناک آنزایم د تولید مخنیوی کوي، چې د بدن د حجرو دننه ډېری وایروسونه تولیدوي او له همدې کبله توانېدلی د یوې کورنۍ د څو ویجاړونکو وایروسونو د فعالیت مخه ډب کړي.