- لیکنه: ملیحه ناصري
که غواړئ چې کاري چاپېریال، پوهنتون یا په خپلوانو کې له پېغلو سره سمې اړیکې او نزاکت وساتئ، نو ځینې داسې خبرې او نزاکتونه شته چې د پېغلې نجلۍ پر وړاندې باید مراعات او په پام کې ونیول شي.
- هېڅکله پوښتنه مه ترې کوئ چې تا ولې تر اوسه واده نه دی کړی. دا هغه پوښتنه ده چې ځوابول یې سخت او د نجلۍ احساسات ټپي کوي. کېدی شي تر نورو ستونزو سربېره داسې یوه ستونزه به لري چې واده نه شي کولی. که درځوابوي یې هم ځورېږي او که نه یې ځوابوي هم اروایي فشار پرې راځي. اړینه نه ده چې تاسو دې د یوې نجلۍ مجردي له بې ریبارۍ سره وتړئ، کېدی کومه ځانګړې ستونزه به لري.
-
د ظاهري حالت په اړه یې ډېره څېړنه مه کوئ، مانا که چېرې مخکې مو ښکلې لیدلې وه او اوس یې پوستکی خراب شوی وو، ورته مه وایاست چې دا څه درنه جوړ شوي. یوازینی خبره چې نجلۍ ډېره اندېښمنه کوي د پوستکي منفي بدلونونه یې دي. هر انسان ځینې فزیکي بدلونونه کوي، خو دا کېدی شي په روحي ستونزو پورې اړه ولري او اروایي ستونزه په خپل وار سره له کورنیو او ټولنیزو ستونزو سرچینه اخلي.
-
کله چې یوې پېغلې سره مخ کېږئ، خامخا د هغې د سن اټکل کولی شئ. که یې نشئ کولی د ښوونځي له پیلولو یې کالونه راوشمېرئ، خو تر هغو مو چې ډېرې نږدې اړیکې نه سره درلودې د هغې د عمر پوښتنه مه کوئ. تاسو ته پته ده چې پر نجونو او مېرمنو د عمر په هکله پوښتنه بده لګېږي. یا هم کم یې وایي، ځکه نه خوښوي چې څوک یې پر سن وپوهېږي.
-
د یوې نجلۍ د تېر ژوند په هکله هېڅ سر مه خوږوئ. مثلاً دا پوښتنه مه کوئ چې تېر ژوند دې څنګه وو.کېدی شي هغې داسې ژوند تېر کړی وي چې چا ته به یې هکله ویلی نشي یا په ویلو به یې ځورېږي.
-
د مینې په هکله پوښتنه مه ترې کوئ. کېدی شي ځینو نجونو مینه کړې وي، خو اړیکه به یې نه وي پاللې. یا د هرې ستونزې له امله چې وي، واده به یې نه وي شوی. کله چې تاسو هغې وایئ چې ایا ژوند کې دې څوک شته یا وو، دا د هغې شخصي ژوند ته ننوتل شمېرل کېږي.
-
تر هغو یوې نجلۍ سره د نږدې اړیکو یا ملګرتیا هڅه مه کوئ، تر هغو چې خپله یې ونه غواړي. دا خبرې یوازې نارینه وو ته نه ښځینه هم باید ټولنیز نزاکتونه په پام کې ونیسي، ځکه ملګرتیا او ښه اړیکه په سختۍ جوړېږي، خو په اسانۍ له مینځه تلی شي.