د نړۍ تر ټولو زوړ سړی ومړ!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د جاپاني رسنیو د راپور له مخي د نړی تر ټولو زوړ سړی چي د جاپان هیواد وو او د ۱۱۲ کلنو وو د یکشنبې په ورځ ومړ.
هغه د نړۍ تر ټولو د زوړ سړي لقب له ځان سره درلود او په ګینس کتاب کي ئې نوم د نړۍ تر ټولو د زوړ سړي په صفت ثبت وو.
هغه چي چیتتسو واتانابه نومېدی د یکشبنې په ورځ د جاپان هیواد په نیګاتا ښار کي له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې.

 واتانابه د ۱۹۰۷م کال د مارچ میاشتي په ۵مه نېټه جاپان کي پیدا سوی وو او په ځوانۍ کي له جاپانه یو ځلي ټایوان ته تللی وو، خو تر دوهمي نړیوالي جګړې وروسته یو ځلي بیا د جاپان نیګاتا ښار ته ستون سوی وو.
جاپاني چارواکي وايي، چي واتانابه هغه وخت مړ سو، چي لس ورځي وروسته ئې عمر ۱۱۳ کلنۍ ته رسېده.
تر دې مخکي کله چي ماسازو نوناکا ۱۱۳ کلن چي په ګینس کتاب کي د نړۍ تر ټولو د زوړ سړي په توګه ئې نوم ثبت وو، د هغه تر مرګ وروسته واتانابه ثبت کړل سو.
یوکو نوناکا د ۲۰۱۸م کال د اپرېل میاشت څخه د نړۍ تر ټولو د زوړ سړي لقب درلود.
د هغه د وفات څخه وروسته چیتسو واتانابه د نړۍ تر ټولو زوړ انسان وپېژندل شو او په ګینس کتاب کي ئې نوم ثبت کړل سو.

2 Comments

Comments are closed.