
په دې اتلولۍ سره به شامحمود نبرد له افغانستانه د یوازیني اتلاتیک یا ځغاستي لوبغاړي په توګه د ۲۰۲۰م کال په المپیکي سیالیو کي ګډون وکړي.
د دوشنبې په ورځ مرکز کابل کي د هیواد د بیلابیلو هیوادونو څخه د ۹ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستي لوبه ترسره سوه، چي پکښي شامحمود نبرد لومړی مقام وخیست او اتلولي ئې خپله کړه.
معلومات ښه یې، چي هغه ټاکل سوې سل متره فاصله په ۱۰، ۵۸ ثانیه کي طی کړه.
د افغانستان د اُلمپیک ملي کمېټه وايي، چي افغان دئ، خو د مهاجر په توګه ایران کي ژوند کوي.
اوس به شامحمود د ۲۰۲۰م کال د المپیک په نړیوالو سیالیو ګي د ځغاستي په برخه کي د یوازیني لوبغاړي په توګه له افغانستانه استازیتوب وکړ.
په دې سیالیو کي دوو کندهاریو لوبغاړو سعید ساحل او کریم شاه هم ګډون کړی او په ښه ډول ولوبېدل.
د ۲۰۲۰م کال المپيکي سیالۍ د جاپان په توکیو ښار کي ترسره کیږي.
نورو وختونو کي المپيک په نړیوالو سیالیو کي افغانستان ته دوه سهمه ورکول کېدل، چي پکښي به یوه نارینه او یوې بیا ښځینه لوبغاړي ګډون کولای سوای.
خو سږ کال یوازي یوه نارینه لوبغاړي ته دا چانس برابر وو.