- ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري
موږ هڅه کوو په ورځني رژیم کې مو داسې خواړه ځای کړو چې ماغزو ته ګټه ولري. د وجود ټول سیسټم په ماغزو کنټرولېږي. د درس لوستلو او یادولو لپاره پیاوړي ماغزه، فعال ذهن پکار دی، نو دلته مو داسې خواړه درپېژندلي چې د خوندورې ذایقې تر څنګ ماغزو ته هم ګټه لري.
- کب (ماهي): دا هغه خواړه دي چې ماغزو ډېره ګټه لري. کب د اړینو غوړیو (اومیګا درې) له پلوه بډای دی. ماهي غوړ اسیدونه هم لري. که اونۍ که یو ځل کب وخوړل شي د ماغزو تر پیاوړتیا سربېره د وجود تعادل او وزن هم سموي.
-
نامشبوع غوړ: نامشبوع غوړي، غوړ اسیدونه، لکه (لینوییک ګاما) لري. دا اسیدونه د نور وجود تر پیاوړي کولو سربېره د ماغزو لپاره هم اړین دي او فعالیت یې ډېروي. د زیتونو، کنجدو، بادامو او ماهي غوړ همدا نامشبوع اسیدونه لري.
-
شین چای: شین چای په الزایمر ناروغۍ کې د ښکېلو انزایمونو له فعالیته مخنیوی کوي. پولي فینولونه او انتی اوکسیدانتونه لري چې ماغزه زړښت ته ژر نه پرېږدي. نو هره ورځ لږ تر لږه دوې پیالې شین وڅښئ. شین چای د ماغزو فعالیت ته ګټه لري.
-
مټک/ چهارمغز/ غوزان: دا خواړه له ماغزو سره همرنګه غوندې دي. ډي اچ اې، ویټامین اي او انتي اوکسیډانټونه لري چې د ماغزو کړنو کې تعادل راولي او د هغو سلولونو مخنیوی کوي چې تخریبوونکي ازاد رادیکالونه لري. غوزان او د همدې ډلې مغزیات په ماغزو کې خړ رنګي مواد ترشح کوي چې د حافظې، پرېکړو او احساساتو مسوولیت لري. په غوزانو کې دا ویټامینونه شته (اې، بي، سي). پروتین، کلسیم، مګنیزیم او پتاشیم لري. وسپنه او کې ویټامین هم پکې شته.
-
اووکادو مېوه: اووکادو چې پاخه وي، نامشبوع سم غوړ لري. د وینې د سم جریان او ماغزو ته د اکسیجن د رسېدو لامل کېږي. یانې د ماغزو فعالیت سموي. دا مېوه د ماغزو د سلولونو د ساتنې لامل کېږي، خصوصاً د استروسیت په نامه سلولونه سم ساتي، چې دا د نیورونونو د ملاتړ کوونکو سلولونو له ډلې دی.
-
هګۍ: د چرګې هګۍ زموږ د ورځنیو خوړو له ډلې ده. که په منظم ډول وخوړل شي د ماغزو فعالیت او د وزن کمولو کې مرسته کوي. د چرګې هګۍ یو ډول ترکیبونه لري چې د کولین په نامه یادېږي. کولین د استروکولین (یو ډول اړین نوروترانسمیتر دی) په تولیدولو کې مرسته کوي چې د حافظې او ماغزو د تعاملاتو لپاره اړین دی.
-
سره بادنجان: څوک چې هر ځل ډوډۍ خوړلو پر وخت یو رومي بادنجان هم ورسره وخوري، د دوی په وینه کې د لیکوپین کچه تر هغو کسانو لوړه وي چې سره بادنجان لږ خوري. دا مواد یانې لیکوپین د مغزي سکتې مخنیوی کوي.
-
مڼه: مڼه ماغزو ته ډېره ګټه لري، د وجود له سیسټم سره مو مرسته کوي چې سموم یا زهرجن مواد وباسي. ستړیا او ستوماني لري کوي. د جسم او ذهن فعالیت ډېروي. د غاښونو روغتیا ته هم ګټه لري.
-
شیدې او ترکیبات یې: دا خواړه د ماغزو پیاوړتیا لپاره اړین دي. په ځانګړي ډول هغه کسان چې عمر یې جګ وي باید لبنیات وخوري. سربېره پر دې د اروایي او مغزي ستونزو مخنیوی کوي.
-
تریخ چاکلېټ یا کاکاو: دا خواړه تقریباً هغه ټول مواد لري چې د ماغزو د قوي کولو په پار خوړل کېږي. په دې کې زښته ډېر تریپتوفان او انتي اوکسیدانتونه شته چې په ماغزو کې د وینې د سم جریان لامل کېږي. د کاکاو یوه ځانګړتیا دا ده چې د ذهن او ماغزو فعالیت ډېروي.
-
مساله: ځینې مسالې هم شته چې ماغزو ته ګټه لري او د پیاوړتیا لامل یې کېږي، لکه زعفران، دارچین، زردچوبه یا کورکمند او ریحان. دا هغه څلور شیان دي چې ماغزو ګټه لري.
ریحان د الزایمر درمل لرونکی دی.
زعفران له افسرده ګۍ یا ژور خپګان سره مقابله کوي، د حفظ پروسه قوي کوي او د ماغزو فعالیت سموي.
د دارچین د بوی بویول ماغزه قوي کوي. خوړل یې حافظه پیاوړې کوي، تمرکز ډېروي، پاملرنه ډېروي. د وینې شکر منظموي. د میکربونو مخه نیسي. فیبرمنګنیم، وسپنه او کلسیم لري.
د یاران د کتاب خوني ډېرو درنو او قدرمنو غړیو ته یو ځانګړی سلام او درناوی وړاندي کوم.
له په زړه پوري او خوږو مطالبو مو خوند اخلم، واقیعن چې ستاسې د هر اړخېزو سکالو زموږ د پوهي په لوړولو او د ژوند پر تګلارو مثبت اغېز ښندلی دی؛ نړۍ مننه کوم.