خوب الله ج یو له بې مثله نعمتونو څخه دی او الله ج فرمایي: “خوب ستاسو لپاره ارام او سکون دی” دا چې اوس خوب په رڼا کې ښه دی او که په تیاره کې؟
ساینس پوهانو پر دې څېړنه کړې ده، ساینس پوهان په دې اند دي چې په رڼا کې خوب دماغو ته نقصان رسوي.
د (سوسایټی فارنیورو ساینسز) په کلنۍ غونډه کې یو لوی نظر دا ورکول شو چې هغه کسان چې، په رڼا کې خوب کوي په هغوې کې روحې تکلیف (Tension Depression) او فشار زیات دی او نښې نښانې یې له ورایه معلومیږي، او هغه کسان چې د اتو ساعتونو لپاره په تاریکه کې خوب کوي، په دې کسانو کې هېڅ د روحي تکلیف او فشار نښې نښانې نه معلومېږي.
د انسان دماغ په رڼا او په تاریکه کې مختلف هارمونونه پیدا کوي، هغه هارمونونه چې په رڼا کې پیدا کوي هغه تر هغه هارمونونو چې په تیاره کې یې پیدا کوي ډیر ګټور دي.
او بله دا چې په تیاره کې د خوب حرکت (Cycles) ډېر ښه وي نسبت رڼا ته او په رڼا کې سترګې داسې اشارې دماغو ته لیږي چې دماغ پوره ارام ته نه پرېږدي.