د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۵مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا د ایبار فوټبال لوبډلي سره ولوبېده، چي بارسلونا ۵ ګولونه پر ۰ ایبار فوټبال لوبډلي ته سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره څلور ګولوهني لیونل میسي او یو ګول بیا آرتور ولګاوه.
میسي په یاده لوبه کي دا څلور ګولونه د لوبي په ۱۴مه، ۳۷مه، ۴۰مه او ۸۷یمه دقیقه کي ترسره کړې، خو آرتور بیا یوازینی ګول د لوبي په ۸۹یمه دقیقه کي ترسره کړ.
په دې سره میسي د فوټبال په نړۍ کي خپل هیټریکونه(په یوه لوبه کي درې ګولوهني) په کلبونو کي ۴۸ته پورته کړه او تر میسي وروسته کریسټیانو رونالډو هغه لوبغاړی دئ، چي د کلبونو په لوبو کي ئې ۴۷ هیټریکونه وهلي.
میسي یو له هغه مشهوره فوټبالرانو څخه دئ، چي د نوري نړۍ ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زیات شمېر مینوال لري.
هاخوا بیا تېره شپه ناوخته ریال ماډریډ د لوانتې فوټبال لوبډلي سره لوبه ترسره کړه، چي ریال ماډریډ د یادي لوبډلي څخه ۱ ګول پر ۰ سخته ماته وخوړه.
بارسلونا په پرونۍ بریا سره د لالیګا لیګ د نمريي جدول لومړی ځای له ریال ماډریډ څخه ونیوی.
اوس بارسلونا د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي د ۵۵ نمرو په درلودلو سره لومړی او ریال ماډریډ بیا د ۵۳ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای لري.