
ټاکل سوې نن جمعه د ښځینه وو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د کرکیټ شل آوریزه نړیوال جام د آسټرالیا هیواد په کوربتوب پيل سي، چي پکښي به ۱۰ هیوادونه یو د بل په وړاندي ولوبیږي.
آسټرالیا، انګلستان، هندوستان، نیوزیلینډ، پاکستان، سویلي افریقا، سریلانکا، ویسټ انډيز، بنګله دېش او ټایلینډ هغه ۱۰ هیوادونه دي، چي د ښځینه وو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د کرکیټ شل آوریزه نړیوال جام سیالیو کي به ګډون وکړي.
یاد ۱۰ هیوادونه به په دوو ګروپونو کښي د کرکیټ نړیوال جام سیالۍ ترسره کړي.
په لومړي ګروپ کي آسټرالیا، بنګله دېش، هندوستان، نیوزیلینډ او سریلانکا، خو په دوهم ګروپ کي بیا انګلستان، پاکستان، سویلي افریقا، ټایلینډ او ویسټ انډيز ښځینه کرکیټ ملي لوبډلي شتون لري.
د یادو لس واړه هیوادونو د ښځينه کرکیټ ملي لوبډلو ئې په نړیوال جام کي د ګډون په موخه آسټرالیا ته سفر کړی او د چمتوالي په موخه ئې تمرینونه او تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي.
د ښځینه وو ترمنځ د کرکیټ په دې نړیوال جام کي به ټولي ۲۳ لوبي ترسره سي، چي د فیبروري میاشتي په ۲۱مه نېټه پيلیږي او د راتلونکي مارچ میاشتي په ۸مه نېټه پای ته رسیږي.
د نړیوال جام دا ټولي لوبي د آسټرالیا هیواد په شپږ بیلابیلو لوبغالو کي ترسره کیږي.
د یادو سیالیو په لومړۍ ورځ نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې آسټرالیا او هند ښځینه کرکیټ ملي لوبډلي یو د بل په وړاندي لوبیږي.
په تېر ۲۰۱۸م کال کي د ښځینه وو ترمنځ نړیوال جام د ویسټ انډیز په کوربتوب ترسره سوه، چي اتلولي ئې اسټرالیا خپله کړه.
آسټرالیا تر ټولو هیوادونو ډېر څلور ځله د ښځینه وو ترمنځ د کرکیټ شل آوریزه نړیوال جام خپل کړی.