هغه دوديزې ستونزې چې ښځې ورسره لاس او ګرېوان دي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
  • ليکنه:شپنه سلګۍ

د افغاني ټولنې تر ټولو لويه ځانګړتيا د هغه دوديزتوب دى.
کېداى شي دا دود دستور په خپله بد نه وي او په ډېرو برخو کې خورا په زړه پورې او ګټور هم وي، خو دا ډول ځانګړتياوې تل د ټولنې په ګټه نه وي.
دود دستور هم مثبت او هم منفي اړخونه لرلاى شي، تر هغه ځايه چې په افغاني ټولنې پورې اړه لري،تر ټولو خورا بده برخه يې د نارينه د بې کچه واکمنۍ دود دى، چې دا دود له تاوتریخوالي سره مل وي او د دې تاوتريخوالې زیاتره قربانيان ښځې او نجونې دي، ځکه چې د دوى یوه مجبوري دا ده چې د نارينه وو د تاوتريخوالي په وړاندې تسليم دي.
په دې اړه خبره تر هغه ځايه رسي چې حتا نجلۍ نه شي کولاى چې د خپلې راتلونکې لپاره چې د خاوند ټاکل دي تصميم ونيسې، هغه بې واکه وي او نور دي چې د ژوند د برخليک په اړه پرېکړې کوي.
په دې برخه کې به د ځينو هغوى دودونو، چې په ټولنه کې واکمن دي، يادونه وکړو:
۱ — له زده کړو څخه د نجونو منع کول:
د هر نارينه او ښځې د حقونو څخه يو حق د زده کړې او تعليم دى، څرنګه چې نارينه د زده کړو حق لري نجلۍ هم دا حق لرلاى شي، ځکه چې په دنيا او اخرت کې د خلاصون پرمختګ او نيکمرغۍ لاره يوازې او يوازې زده کړه ده، خو دلته چې نارینه وو ته څه ډول د زده کړو زمینه برابره ده، نجونې بیا زده کړو ته هغه شان لاسرسی نه لري…
۲ — د لور په زيږېدو د خپګان ښکاره کول:
يو ناوړه دود دى چې د ټولنې وګړې يې په روحي رنځ اخته کړي او خوږ ژوند يې ورته تريخ کړى دى، هغه د لور په زيږېدنه د خپګان ښکاره کول دي.
زیاتره په کليو او بانډو کې د همدې ناوړه دود له مخې دلور په زيږېدنه په ميندو تاوتريخوالى کېږي، خو یو شمیر بیا په دې برخه کې نجونو ته د انسان په سترګه ګوري او دا د علم او عامه پوهاوي برکت دی…
۳ — له ميراث څخه د ښځې بې برخې کول:
سره له دې چې د ميراث له برخې ګټه اخيستل د هغو حقونو د جملې څخه دي چې د احکامو له نظره ښځې د هغې حقدارې دي، اما د ناوړه دود دستور له امله، چې په ټولنه کې شته، ښځې ترې عملاً بې برخې دي.
۴ — د ښځو وهل ټکول:
د ښځو وهل ټکول او د هغوى سپکاوى زموږ په ټولنه کې يو منل شوى ټولنيز دود دى، چې ټولنې نارينه ته حق ورکړى چې د ښځې په وړاندې ناوړه چلند وکړي آن تر دې چې د ښځې په وهلو لاس پورې کوي، حال دا چې کوم نارينه دا شان ناوړه صفات ولري هغه د انساني مقامه راټيټ دى.
۵ — د مهر په نامه د ولور اخیستل:
په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې یو لوی مشکل دا هم دی چې په ځينو ځایونو کې ولور دومره لوړ دی چې کلونه کلونه یو ځوان نشي کولای چې د ولور روپۍ پیدا کړي…
چې دا هم مستقیم او نامستقیاً د ښځو پر وړاندې یوه لویه ننګونه او ستونزه ده، د مهر په نامه ولور اخیستل ښځه په رواني لحاظ دومره اغیزمنوي چې د خپل ژوند ځیني ناخوالې یې ان ژوند هم اخیستلی شي…
مهر د نجلۍ حق دی، خو دلته مهر هم د نجلۍ پلار، مشر ورور یا هم کورنۍ اخلي او په خپله ګټه یې کاروي، چې دا یو ناقانوني عمل دی…