ډېری میندې او پلرونه په کوچنیوالي کې د ماشوم له شپنیو متیازو شکایت کوي هغوی د خپلو اولادونو په دې چاره غوسه کېږي او په دې سره خپل ماشومان وهي او یا یې رټي، خو لامل یې نه په ډاګه کوي چې یې د حل په موخه له منځه یوسي، په همدې اړه مو له استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې ده هیله ده تر پایه یې راسره وڅارئ.
پوپلزۍ: استاد ولې ماشومان د شپې لۀ لوري خپله بستره لندوي؟
استاد عظیمي: زما له انده ټول ماشومان د شپې له لوري د متیازو کولو یو پړاو تر شا پرېږدي او دا له درې کلنۍ وړاندې ستونزه نه ګڼل کېږي، خو که له درې کلنۍ وروسته هم پاتې شي نو باید غم یې وخوړل شي، ډېری ماشومان د جسمي ستونزو له امله د خپلو بولو کنټرول له لاسه ورکوي، خو ډېری یې بیا د وېرې، ډار، ضد، حسادت، فشار، رټنې او بېلتون اضطراب له امله هم د شپې له لوري خپل ځای لندوي.
پوپلزۍ: آیا ماشومان د شپې تیاره کې له بهر وتلو وېریږي؟
استاد عظیمي: دقیقاً. همدا د وېرې د پیل ټکی دی ډېری ماشومان له تیارې څخه وېره لري له همدې امله د شپې په لومړیو کې له بهر وتلو ډډه کوي دوی خپلې متیازې کنټرولولای شي، خو د وېرې او مثانې فشار یې د متیازو خوشې کولو ته اړباسي.
پوپلزۍ: استاد دا یو ډول ناروغي نه ده؟
استاد عظیمي: لکه څرنګه مو چې وړاندې اشاره ورته وکړه ماشوم ښایي جسمي یا د مثانې ستونزې ولري چې په دې اړوند باید د همدې برخې متخصص ته مراجعه وشي.
پوپلزۍ: استاد کوم کوم ماشومان ډېر ځله خپل ځای لندوي؟
استاد عظیمي: هغه ماشومان چې ذهني وروسته والی، اوتیسم ADHD یا نورې ستونزې ولري، ډېر ځله د خپلو متیازو کنټرول نشي زده کولای له همدې امله متیازې کوي، خو ډېر نور بیا د نامالومو لاملونو له امله د شپې له لوري متیازې کوي.
پوپلزۍ: استاد له هغو ماشومانو سره، چې د شپې له لوري متیازې کوي، څه ډول چلند وکړو؟
استاد عظیمي: هغه ماشومان چې د شپې له لوري خپل ځای لندوي ګنهګار نه دي او نه دوی له قصداً دا چاره سرته رسوي، بلکې یو لامل لري چې باید پیدا او له منځه یووړل شي لومړی دا چې ماشوم باید ګرم ونه ګڼو دویم باید لۀ ماشوم سره په آرامه خبرې وکړو، ځکه که خپله وېره راته ووایي، نو په اسانه به یې له منځه یوسو او که مو ونه شو کړای چې وېره یې کمه کړو باید ارواپوه ته ورشو او د دې ستونزې په پار مشوره وکړو او درېیم دا چې جسمي ستونزې یې حل کړو.
پوپلزۍ: استاد که راته ووایئ چې د دې ستونزې لامل به څه وي؟
استاد عظیمي: دا ستونزه ډېرځله نامالوم لاملونه لري. نامالوم په دې مانا چې موږ کوچنیو اروایي لاملونو ته پام نه کوو ماشوم یوه شپه ځای لندوي پر سبا یې هغه ښه کلک رټو بد رد ورته وایو او آن وهو یې چې همدا رټل یاده ستونزه غزولای شي بل دا چې موږ خپله ماشوم له تیارې وېروو ماشوم ته وایو بهر بلا ده یا بهر پیشو ده که ورشې وبه دې خوري، همدا وېره د دې لامل ګرځي چې ماشوم د شپې له لوري بهر یا تشناب ته له تلو ډډه وکړی او د شپې متیازې وکړي.
پوپلزۍ: استاد پایلې به یې څه وي؟
استاد عظیمي: هرکله چې ماشوم له طبعي عمر څخه په پورته عمر کې هم متیازې کوي، نو ورځ په ورځ یې پر ځان باور راټیټېږي، ځکه هرکله چې د خپلو متیازو کنټرول له لاسه ورکړي او هره شپه یا یوه شپه وروسته خپل ځای لندوي کرار کرار فکر کوي چې د ژوند نورې چارې هم نشي مهارولای له دې سره یې باور نور هم کښته کېږي او وروسته د ژوند په ډېری چارو لکه زده کړه، خبرو او لوستلو کې پاتې راځي.
پوپلزۍ: استاد که چېرې یې درملنه ونشي په لویوالي کې به هم پاتې شي؟
استاد عظیمي: ډېرځله دا ستونزه په لویوالي کې نه پاتې کېږي، خو هغه ستونزې چې له همدې امله منځته راځي په لویوالي کې پاتې کېږي، لکه کم جرئتي، پر ځان ټیټ باور، ځان کم لیدنه او وېره خو که یې لامل ذهني وروسته والی، اوتیزم یا ADHD وي او یادې ستونزې یې درملنه نشي نو په لویوالي کې یې هم د پاتې کېدو شونتیا شته، ځکه دا کسان ښایي د مغز د نانورمال حالت له امله د بولو کنټرولو زده نه کړي.
پوپلزۍ: استاد د دې ستونزې حل لاره څه ده؟
استاد عظیمي: ما پۀ ځلونو ویلي چې خپل ماشومان مۀ وېروئ مه یې وهئ او مه یې رټئ که چېرې د ماشوم وېره وځپو له نورو ماشومانو سره یې اړیکې ورغوو، کینه یې راکمه کړو د ستونزو د حل لپاره یې خبرې ورسره وکړو د رټنې پرځای مینه ورسره وکړو او که جسمي ستونزه ولري د ډاکټر په مرسته یې حل کړو، نو ستونزه به مو تر یوې کچې حل کړې وي.
پوپلزۍ: استاد څنګه د دې ستونزې مخنیوی وکړو؟
استاد عظیمي: که د روزنې روغې لارې چارې وکاروو ماشوم ته وخت ورکړو چې خپل هیجانونه راته ووایي او خپل احساسات خالي کړي، ویې نه وېروو، فشارونه پرې راکم کړو، په کور کې د جنګ جګړو او شخړو مخه ونیسو، د شپې له لوري یې تشناب ته تګ عادت وګرځوو او د شپې په نیمو کې یې غږ واورو نو د مخنیوی په برخه کې مرسته راسره کولای شي.
پوپلزۍ: مننه استاد چې وخت مور راکړ.
استاد عظیمي: هیله کوم خوښ یم چې ستاسو د رسنۍ له لارې د خلکو په چوپړ کې یم.