پخپلو اعصابو کنترول ډېر ستونزمن کار دی. ځینې کسان کله ناکله په ځینو کارونو یا خبرو غوسه کېږي. دا کار طبیعي دی، خو اړینه دا ده چې ګټه ترې واخلو. هغه غوسه چې کنترولولی یې نشئ، هم ستاسو روغتیا او هم په اړیکو کې ستونزه پېښوي، له دغو ټکو څخه په ګټه اخیستلو سره خپله غوسه کنترولولی شئ.
۱ـ ځنډ وکړئ:
کله چې غوسه کېږئ له یوه تر لسو یې وشمېرئ او ژوره ساه واخلئ. دا کار مو غوسه کموي او نسبتاً مو اراموي. د اړتیا پر وخت له هغه وګري لرې شئ چې غوسه مو ختمه شي.
۲ـ کله چې آرامه یاست پر خپله غوسې اقرار وکړئ:
کله چې وکولای شئ چې سم فکر او ځان کنټرول کړئ خپله غوسه په سم ډول او پرته له کومې پرتلنې څخه ووایاست. خپلې اندېښنې او اړتیاوي په واضح ډول ووایاست، پرته له دې چې څوک خپه یا کنټرول کړئ.
۳ـ ورزش وکړئ:
ورزش کول د اعصابو آرامتیا لپاره ډېر ګټور دي. بهرنۍ فزیکي فعالیت کولای شي ستاسو احساسات بیان کړي، که داسې فکر کوئ چې ستاسو د غوسې کچه لوړه شوې، نو د پښو تګ وکړئ، ځان په نورو فزیکي فعالیتونو بوخت کړئ.
۴ـ له خبرې کولو وړاندې فکر وکړئ:
کله چې غوسه کېږئ، نو هر څه وایاست، خو وروسته بیا پښېمانه کېږئ. نو هغه وخت چې خبرې کوئ، لومړی ځانته د سوچ کولو لپاره وخت ورکړئ او هم نور پرېږدئ چې فکر وکړي.
۵ـ ممکنې لارې وټاکئ:
د دې پر ځای چې په کومې موضوع چې تاسو یې غوسه کړي یاست، فکر وکړئ د حل لارې په هکله فکر وکړئ یعنې څه ډول کولای شئ دې ستونزي ته حل لاره پیدا کړئ.
۶ـ په خبرو کې مو د زه کلمه وکاروئ:
د دې پر ځای چې پر نورو نیوکه وکړئ د هغه ستاینه وکړئ او په جملو کې مو زه کلمه وکاروئ. په درناوي سره خبري وکړئ، مثلاً ته له ما سره هېڅ مرسته نه کوې، داسي ووایاست زه خپه یم ځکه چې مرسته نه کوې.
۷ـ په زړه کې کینه مه ساتئ:
بښنه کول ستاسو قدر زیاتوي. که اجازه ورکړئ چې ستاسو غوسه او منفي فکرونه مو د مثبت کارونو او احساساتو ځای ونیسي، نو هغه وخت به پوه شئ چې ډېر بد حس لرئ. مګر هغه څوک چې غوسه کړي یې یاست، هغه وبښئ، پر دې سره به دواړه له هغه کاره درس واخلئ.
۸ـ د غوسې په لمنځه وړلو کې له ټوکو څخه کار واخلئ:
ټوکې مو غوسه سړوي، البته له ټوکو څخه هدف د بل چا ریشخند کول نه دي.
۹ـ د اعصابو لپاره ځینې تمرینونه وکړئ:
ژوره ساه واخلئ، ارام کوونکي فکر وکړئ، داسې کلمې تکرار کړئ چې اراموي مو، ځینې موسیقۍ هم د ارامتیا سبب کېږي، خاطرات ولیکئ همدارنګه یو حرکت هم ترسره کولای شئ.
۱۰ـ پر دې پوه شئ چې څه وخت باید مرسته وغواړئ:
د اعصابو د کنترولولو زده کړه ټولو ته سخته ده. که پوه شئ چې خپله غوسه نشئ کنترولولای، نو په هغه وخت کې مرسته وغواړئ له دې مخکې چې داسې کار وکړئ چې وروسته بیا پښېمانه شئ، یا هم کوم چاته زیان ورسوئ. دیوګا حرکتونه یا هم د اعصابو د کنترول صنفونه، همدارنګه له یوه ارواپوه سره مشاوره کول درسره مرسته کوي.