پاکستان:بیچانو د خپلې مور جسد ۱۲کاله یخچال کې ساتلی او ورور یې بیا جسد کثافت دانۍ اچولی و

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د پاکستان، کراچۍ ګلشن نومي سیمې ۱۱ بلاک کې پولیسو یو ورور د خپلې خور مړی په کثافات دانۍ کې د اچولو په تور نیولی دی.
پولیسو ویلي، ذکیه نومي ښځه چې تقریباً لس دولس کاله وړاندې په حق رسیدلې وه، مړی یې کریسنټ اپارټمنټ ته نیږدي د ” نیپا انسټیټیوټ ” دیوال شاته پیدا کړی دی.
سینئر سپرنټنډنټ پولیس (ایس ایس پي) “تنویر اوډهو ” په وینا، د ذکیه د مرګ وروسته، بچیانو یې د خښولو پر ځای مړی په یخچال کې ساتلی دی.
پولیس زیاتوي، تیره شپه “محبوب ” نومي شخص، دا مړی په کثافات دانۍ کې غورځولی، چې دا کس نیول شوی او جسد هم طب عدلي ته لیږل شوی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، محبوب په نامه کس ۷۰ کلن دی، چې د محرومې ذکیه ورور دی. محبوب ویلي، چې د ذکیه زوی او لور دا چې مور سره یې ډېره  مینه درلوده مړی د خښولو پر ځای په یخچال کې ساتلی و.

دا محبوب نومي تورن کس دی چې اوس پولیسو سره دی

په دې اړه دا کس زیاتوي:

«مونږ درې ۳ خویندې وروڼه یو، ذکیه تر ټولو مشره وه، چې لس دولس کاله وړاندې مړه شوې ده.»

د هغه په وینا؛ د ذکیه بچي، شګفته ریاض او قیصر ریاض نومېږي، چې د خپلو خپلوانو، کور کلي دوستانو او ګاونډیانو سره راشه درشه نه لري (نه ساتي).
محبوب وایي، ما به ډېر ځله د خپلې خور پوښتنه د خوریي او خورزې څخه کوله، خو دوی یې بیا هم راته هېڅ نه ویل، چې مړه شوې ده.
نوموړی زیاتوې:

«۴ میاشتې مخکې مې دواړه خوریین په حق رسیدلي، چې په ګلش اقبال اوسیدل، یوازې هغې فلیټ ته به یې تګ راتګ کاوه چیرته چې یې د مور مړی ایښئ و.»

د محبوب په وینا، څو ورځې مخکې فلیټ کتلو ته ورغلی، د کور هر طرف د کثافاتو ډیري پرته ول او د خور مړی یې هم په يوه بستره کې پروت و، مړی یې کثافات دانۍ کې غورځولی، چې له امله یې اوس دی پولیسو نیولی دی.
د دۀ په وینا، د مرحومې زوی په کومه کمپنۍ کې چارټرډ اکاؤنټنټ و او لور یې په کور وه، دواړو خور او ورور د ډپریشن ناروغي درلوده او ودونه یې نه و کړي.
وروسته د ښځې د مړي غورځولو؛ د امنتي کېمرو انځورونو او ویډو په لیدلو قضیه بل رنګ غوره کوي:
په امنتي کیمرو کې لیدل کېږي چې؛ د ښځې ورور محبوب مړی له فلیټ یا بلاکه راوباسي هغه په څادر کې تاؤ شوی په موټر کې ږدي، وروسته یې ښځه هم موټر ته ورپورته کېږي او زوی یې موټر ته جلب ته کښېنې (چالانوي) د غورځولو لپاره یې وړي، خو محبوب ترې بیرته فلیټ ته ننوځي.
د پولیسو په وینا، د اولادونو مړینې وروسته د ذکیه فلیټ تر ډیره وخته خالي پروت و ـ البته محبوب اوس هم د پولیسو د نظارت لاندې دی او څېړنې لا دوام لري.