د خوړو ژولو د غږ له امله کډوالي؛ دا چې څنګه دلته یې درته وایو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
  • ژباړه: نسیمه محمدي

۴۱ کلن مرفي د میسوفونیا اختلال څخه ځورېږي، تر دې چې دا اختلال د دې لامل شوی چې د کور ډېر ساده غږونه یې د عصبیت او لرېوالي لامل شي.
مرفي وایي:

“په دې اختلال د اخته کېدو په لومړیو وختونو کې مې انګېرل چې لېونی شوی یم، کوچني غږونه به مې لوړ غږونه ګڼل او ډېر سخت به غوسه کېدم…”

نوموړی زیاتوي:

“شاوخوا خلک مې هېڅ نه پوهېدل، چې پر ما څه تېرېږي. دې موضوع زما پر کورنۍ او دوستانه اړیکو اغېز کاوه”

آیا تر اوسه مو د « میسوفونیا» یا « دغږ څخه تېښتې» کلمه کله اورېدلې؟ که مو اورېدلي هم نه وي، بیا هم د دې ډول ناروغانو سره مخ شوي یئ. غږ څخه تېښته او بېزاري یو عصبي اختلال دی، چې د ډېرو ساده غږونو لکه د خوړو ژولو د غږ په وړاندې په عجیب ډول غبرګون ښودل کېږي: د خوړو ژولو غږونه( ملچ ملوچ) د نړۍ په ډېرو عامو غږونو کې راځي. د (درول مرفي) په نامه امریکايي وګړي د خوړو پر وخت د غږونو له امله کورنۍ پرې ایښی او لرې ځای ته یې کډه کړې.
download (2).jpg
د انګلستان «میرور» ورځپاڼې په حواله، ۴۱ کلن مرفي دمیسوفونیا ناروغۍ له امله ځورېږي، تر هغه ځایه چې د نوموړی اختلال د دې باعث شوی چې د ډېر ساده غږونه نوموړی عصبي او بېزاره کړي.
یو له دې ځورونکو غږونو څخه د خوړو د ژولو غږ دی او څرنګه چې د کورنۍ غړو د خوړو د خوړلو پر مهال دا نزاکت نه مراعت کوو، نو نوموړي هم تېښته د پا‎تې کېدو په پرتله غوره وګڼه او کورنۍ یې پرېښوده.
دې امریکایي وګړي د ژوند په اوږدو کلونو کې هڅه کوله، چې دا ساده او عادي غږونه وزغمي، خو په دې وروستیو کې دا اختلال خپل اوج ته ورسېد او د کورنۍ، دوستانو او همکارانو سره يې اړیکې مخ په خرابېدو شوې.
د ( کرت فن) پرته، چې د مرفي نېژدې ملګری او همزولی دی، نورو شاوخوا او ګاونډیانو نوموړی نشو درک کولی، چې هغه په څه ډول وضعیت کې دی. یوازې کرت فن ته معلومه ده چې نوموړی څه ډول حالت او ورځ لري او کولای شي له هغه سره ښه راشه درشه ولري.