د مخ ځوانکۍ په دې کورنیو نسخو سره لمنځه یوسئ!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
  • ژباړه: نسیمه محمدي

ځوانکې او دانې ډېری وخت په ځوانانو کې لیدل کېږي او ورته د ځوانۍ د جوش او غرور دانې هم ویل کېږي. مګر د بېلابېل عمر لرونکي کسان له دې ستونزې سره مخ کېږي.
د ډول ډول ځوانکو لپاره بېلابېلې درملنې شته. مګر کله کله ځوانکې دوام مومي او ډېر کله له درملنې وروسته نورې دانې څرګندېږي. ځوانکې د شدت له مخې په اخته کس کې د استرس او خفګان سبب کېږي یا پر مخ د دایمي زخمونو لامل ګرځي. که درملنه ژر پیل شي، نو د سردرد به مو هم کم وي.
ګټورې کورنۍ درملنې:
د چای د ونې غوړي: حد اقل د ۵ سلنه د دې غوړ لرونکي ژل، د پنځه فیصده بنزوئیل پر اکساید لوشن په اندازه ګټور تمامېدای شي. دا ډول ژل ورو اغېز کوي او ممکن د خارښت، د پوستکي د سوروالي او خُشکۍ په څېر جانبي عوارض لري.
زېنک: معدني ماده زېنک، د ټپونو په درملنه کې خورا ښه اغېز لري او التهاب کموي. البته د زېنک په کارولو کې باید احتیاط وکړئ. ناسمه کارونه د نس د پړسوب او نس ناستې لامل ګرځي.
د اوربشو د اوبو تخمیر: د اروبشو د تخمر شویو اوبو کارول د څوانکو د درملنې لپاره ګټور ثابتېږي او له درملتونو او د عطاري هټیو څخه یې راسته راوړی شئ.
د غوا کرپندوکی ( غضروف/ پاسته هډوکي): د ورځې دوه ځله د غوا د کرپندوکي پنځه فيصده لرونکي کریمونو کارول، د ځوانکو په درملنه کې ګټور تمامېږي.
که هېڅ یوه کورنۍ درملنه ښه ثابته نشوه، باید چې له روغتیاپال سره مشوره وکړئ، ځکه ځینې وختونه دا ډول دانې د پټو ناروغیو څرګندوی وي.
که د ځوانکو او درملو کارولو سره هم مهاله د ضعفیت، نفس تنګۍ، د سترګو، مخ، شوڼدو پړسوب او د ستوني شدید خپ کېدل ولرئ ، حتما روغتون ته مراجعه وکړئ.
سرچینه: آفتاب نیوز