
د سویلي افریقا د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه توپ وهونکي او لوبډلمشر فاف ډوپلیسیس د سویلي افریقا د درې واړه فارمټونو د لوبډلمشرۍ څخه استعفا ورکړه.
هغه د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول د شل آوریزه، یو ورځنیو او ټیسټ سیالیو د درې واړه فارمټونو څخه استعفا اعلان کړه.
هغه ویلي ځکه ئې د سویلي افریقا د لوبډلمشرۍ څخه استعفاء کړې، چي ځوان لوبغاړي ډي کوک به په خپلي مشرۍ د سویلي افریقا د کرکیټ ځوان نسل په روزولو او پاللو کي مرسته وکړي.
هغه د دې ترڅنګ دا هم ویلي، چي د سویلي افریقا کرکیټ نوی پړاو ته داخلیږي او پکښي ځوان لوبغاړي ځلیږي.
ډوپلیسیس زیاته کړې، چي زه به د ملي لوبډلي په درې واړه فارمټونو کي سیالۍ د خپلو ځوانو لوبغاړو ترڅنګ ترسره کړم او خپلي تجربې به له ځوانو لوبډلمشرانو سره شریکي کړم.
ډوپلیسیس هغه ۳۵ کلن لوبغاړی دئ، چي د سویلي افریقا کرکیټ ملي لوبډلي لپاره په توپوهنه کي خورا ښه لوبغاړی تمام سوی او په زرګونه منډي ئې د خپل هیواد لپاره په درې واړه فارمټونو کي ترسره کړي دي.
تازه سویلي افریقا د آسټرالیا په وړاندي راتلونکو درو شل آوریزه سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه، چي پکښي کوینټن ډیکوک لوبډلمشر ټاکل سوی.
ډي کوک ته د انګلستان په وړاندي درو یو ورځنیو او درو شل آوریزه سیالیو کي هم د سویلي افریقا لوبډلمشري ورپه غاړه وه.
د یو ورځنیو لوبو لړۍ مساوي سوه، خو د شل آوریزه سیالیو لړۍ بیا انګلستان وګټله.