۲ کلنۍ نجلۍ د فیسبوک له لاري خپله مور له مرګه وژغورله!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

یوې دوه کلنۍ نجلۍ، چي تر اوسه ئې په سم ډول خبري هم ندي زده، خو بیا هم د فسبوک له لاري ئې هغه وخت خپله مور له مرګه وژغورله، چي د مرګ سره لاس او ګرېوان وه.
د Bournemouth Daily Echo د راپور په بنسټ د برتانیا په پول ښار کي د سامانتا میسن په نوم یوه ۲۸ کلنه ښځه هغه وخت، چي د خپلي دوه کلني لور صوفیا او څلور کلن زوی ایتان سره په کور کي وه، پر مځکه ولوېده او بې هوښه سوه.
۲ کلني صوفیا چي کله خپله مور ولیدله، چي بې هوښه ده، نو  ژر تر ژره ئې د خپلي مور ټلیفون پورته کړ او د هغې په ګوتو ئې د ټلیفون ورکړل سوی کوډ هم خلاص کړ.
وروسته، چي دې کوچنۍ خبري نه وې زده او هیڅ ئې نسوای ویلای، نو ئې د میسنجر له لاري خپلي آنا دبي بیکر ته د میسنجر له لاري ویډيو زنګ وواهه او هغه څه ئې ورته وښودله، چي مور ئې بې هوښه پرته ده.
د صوفیا آنا دبي بیکر چي کله دا هر څه ویني، نو امبولانس څخه د بیړنۍ طبي مرستي غوښتنه کوي.
تر یادي پيښي وروسته امبولانس ډېر ژر هغه روغتون ته انتقالوي او ډېر ژر بیرته د صوفیا مور جوړیږي.
سامانتا میسن وايي، چي د خپلي کوچنۍ لور دې ډول عکس العمل ته ډېره حیرانه ده.

هغې وویل(( ما تر دې مخکي خپل زوی ایتان ته دا ډول پيښو کي د مرستي رسولو درس ورکړی وو، خو په دې نه ُپوهېدم، چي دا دي دوې کلني صوفیا زده کړی وي)).