جالیبه! د توپوهني روزونکی مو پاکستان لیګ کي کمینټري کوي!

رنګین تجريدي ډیزاین

دوې اونۍ مخکي افغان کرکیټ بورډ خبر ورکړ، چي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره ئې د توپوهني برخه کي د روزونکي په توګه د سویلي افریقا  هیلټن ډېن اکرمن وټاکه.
خو د پاکستان کورنۍ کرکیټ لوبي، چي ټاکل سوې څلور ورځي وروسته پيل سي، د خپلو تبصره کوونکو (کمینټري کوونکو) کسانو لیس خپور کړ.
په یاده لیست کي د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي د توپوهني تازه ټاکل سوی روزونکی هیلټن ډېن اکرمن هم شامل دئ.
lance جالیبه! د توپوهني روزونکی مو پاکستان لیګ کي کمینټري کوي!
د پاکستان کورنۍ کرکیټ لوبو کي به دغه ۱۶ کسان پر لوبو او لوبغاړو تبصره وکړي:
هیلټن ډېن اکرمن، ډیني موریسون، میچل سلاټر، آلان ویلکینز، رامیز راجا، مارک بوچر، وقار یونس، ډیرک نانیس، اورج ممتاز، کاس نیډو، جوني رودیز، ډومینس کارک، بازید خان، زینب عباس، ایرن هولانډ او فخر عالم.
EQy7N7tWAAEnk1Y جالیبه! د توپوهني روزونکی مو پاکستان لیګ کي کمینټري کوي!
افغان کرکیټ بورډ تر اوسه په دې تړاو څه ندي ویلي.
د پاکستان سوپر لیګ راتلونکې پنجشنبه د پاکستان په کراچي ښار کي د شپږ لوبډلو ترمنځ پېلیږي.
یادي ګډونوالي شپږ لوبډلي پېښور زلمي، کوېټه ګلاډېئټرز، اسلام اباد یونایټېډ، ملتان سلطان، لاهور قلندرز او کراچي کېنګز دي، چي یو د بل په وړاندي به ولوبیږي.
د کرکیټ دې لیګ کي ټولي ۳۴ لوبي کېږي، چې د فبروري له ۲۰ مي نېټي د مارچ تر ۲۲ مي نېټې دوام کوي.
خو په دې اړه هم معلومات نسته، چي هغه به د ایرلینډ په وړاندي سیالیو کي د افغان لوبډلي ملتیا وکړي او که به د پاکستان په لیګ کي تر پایه کمینټري وکړي؟
د پاکستان په لیګ کي به د د نورو مبصیرینو ترڅنګ د افغان لوبډلي د توپوهني برخي نوی تازه روزونکی هیلټ ډېن اکرمن هم کمینټري وکړي.
دا روزنکی ۴۶کلن سویلي افریقايي لوبغاړی دئ، چي د کرېکټ په ۵۰۹ لوبو کې د ۴۴ سلیزو په ګډون له ۲۰ زره زیاتې منډې کړې دي او په مسلکي کرېکټ کې یوه پېژندل سوې څېره ده.
د افغان لوبډلي یاد روزونکی به پر داسي مهال د پاکستان په سوپر لیګ کي کمینټري وکړي، چي تازه افغان لوبډلي د ایرلینډ په وړاندي درو شل آوریزه لوبو ته د ښه چمتوالي په موخه تمرینونه پيل کړل.
افغان لوبډله د راتلونکي مارچ میاشتي په ۶مه، ۸مه او ۱۰مه نېټه درې شل آوریزه لوبي د ایرلینډ په وړاندي په خپل کوربتوب هند هیواد کي ترسره کړي.
83140225 610958826358859 5186456555070947328 n 1 1 جالیبه! د توپوهني روزونکی مو پاکستان لیګ کي کمینټري کوي!