شهدای صالحين،د کابل مشهوره هديره.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: صديقه پوپلزۍ
شهدای صالحین یو د کابل له ارامګاوو څخه دی، دا قبرستان د اسمایي غره په لړۍ کې دی.
پخوا دا ساحه د دره په بڼه وه چې ډېر تک شین و او د ارغوانو ونې هم پکې وې، ښه منظره یې درلوده ځکه خلک ورته د ساعتېرۍ لپاره راتلل.
په دې قبرستان کې ډېر مشهور کسان ښخ دي، لکه احمد ظاهر، میر غلام محمد غبار چې یو له مشهوره تاریخ کتونکې څخه و، عبدالرحمن محمدي سیاست مداره و، استاد سراهنګ، عبدالرحیم ساربان، امیر عالم خان د بخارا حاکم دی.
ویل کیږي چې دلته د تمیم انصار زیارت او د جابر انصار زیارت یو له مشهورو زیارتونو څخه دي، دا دوه صحابه کرام و چې له کافرانو سره جنګېدلي وه او په همدې دره کې شهادت ته رسېدلي وه، ویل کېږي له دې دوو صحابه کرامو سره نور ډېر شهیدان وو، خو ځای یې نامعلومه دی خو د نورو د اسلام د لارې شهیدانو زیارتونه هم په دې ځای کې لیدل کیږي چې کولای شو د هغوی له جملې څخه د درې اوغور پاچاه او پنجه شاه څخه نوم واخلو.
د تمیم انصار او جابر انصار زیارت سره یوه باغچه د اوبو حوض، او یوه ګلخانه د څو ګنبدو سره او د مرمرو مقبره لیدل کېږي. چې د دې شاه او خوا هم د کابل خلکو هلته خپل مړي ښخ کړي دي.
همدارنګه ډېر خلک هره ورځ شهدای صالحین ته د مراد اخیستلو لپاره ځي او له خدای غواړي چې دعا یي ومنل شي. او ډېر وګړي یې د لیري ځایونو څخه راځي چې د هغو له جملو څخه یې ړانده وي یا کوم بل مریضي ولري نو همدلته نظر اخلي او بې اولاده خلک ورځي چې د نظر په اخستلو سره اولاد پیدا کېږي.
په شهدای صالحین کې ځینې دوکانونه هم شته چې یو یې د سی دي یا پیتو دوکان دی چې د نعتونو یا قران شریف سي دي دي چې هر څوک ورڅخه اخلي، او ډېري وګري د چهارشنبه په ورځ ځې.
او بل د چای دوکان دی چې ټوله ورڅخه چای اخلي. او کتابونه هم خرڅیږي.
د سا اوغور زیارت دننه کې د اوو خویندو مرقد دی ډېر لږ خلک له دې زیارت سره اشنایي لري او ځي، او د دې زیارت ډبرې یې اووه سوه کاله پخوا له قندهاره راوړي دي تر اوسه دا ډبري نه دي نوي شوي.
د پنجه شاه زیارت یو بل له مشهوره زیارت څخه په شهدای صالحین کې دی، په غربي دېوال خوا کې یې د لاس پنجه نشان او د زنګون د عینکو نښان شته چې په همدې دلیل د پنجه شاه په نامه شهرت لري.