ولې د فبرورۍ ۱۴مه په ولنټاین (مینانو ورځ) ونومول شوه؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
  • ژباړه: نسیمه محمدي

څو کلونه کېږي چې د فبرورۍ څوارلسمه زموږ په هېواد کې هم د مینانو د ورځې په نامه نمانځل کېږي او بازارونه د ګلانو، نانځکو، د مبارکۍ کارتونو او کېکونو د پېر او پلور له امله ګرم او تاوده وي.
ولې د فبرورۍ ۱۴مه؟
دا چې دې نېټې ولې د مینانو د ورځې نوم خپل کړی، ډېرې کیسې روایت شوي دي. یو له دې له مشهورو داستانونو څخه، د میلاد درېیمې پېړۍ ته منسوب دی، هغه پېړۍ چې په ایران کې د ساسانیانو د امپراتورۍ لومړي کلونه وو. په لرغوني روم امپراتورۍ کې د دویم کلودیوس په نامه امپراتور و، نوموړي عجیبه عقاید درلودل لکه دا چې نوموړې په دې عقیده و، چې مجرد نارینه تر متاهل او اولاد لرونکو غوره سربازان دي.
له همدې امله یې د روم ټولو سربازانو ته د واده نه کولو قانون حکم صادر کړ. کلودیوس دومره ظالم، بې رحمه او قاطع پړېکړه کړی وه، چې چا د سربازانو د واده ترسره کولو جرئت نه شو کولی، خو د والنټاین (والنټیوس) په نامه کشیش په پټه د سربازانو او د هغوی د محبوبو نکاح تړله.
دویم کلودیوس له دې جریان په خبرېدلو والنټاین زنداني کوي او د فبرورۍ په ۱۴مه د کلودیوس له قانون څخه په سرغړونې اود سربازانو د نکاح د تړلو په تور، اعدامېږي. له همدې امله نوموړی د مینې د لارې د قرباني په نامه یادوي او له هماغه وخت څخه تر اوسه والنټاین، مینانو ته د مینې په سمبول بدل شوې دی.
کله چې والنټاین په زندان کې و، ډېری هغو کسانو چې ده یې نکاح تړلی وه، لیدلو ته یې ورتلل او د ګلانو ګېډۍ او د مینې لیکونه د زندان له دېوال ورغورځول. په دوی کې یوه نجلۍ د زندان د ساتونکي لور وه، چې هره ورځ به یې لیدلو ته تله او ساعتونه ساعتونه به یې خبرې سره کولې. هغه ورځ چې والنټاین پکې اعدام کېده د زندان د ساتونکي د لور څخه د مننې لپاره لیک ولیکه، چې Love from your Valentine په جملې سره پای ته ورسېد.