ډېر ځله په ماشومانو کې داسې چارې لیدل کیږي چې د کینې ښکارندویي کوي. دا چارې ښایي د ژوند په ځینو پړاوونو کې عادي خو د وخت په تېرېدو سره ښايي په ستونزه او ګډوډۍ واوړي په همدې اړوند مو استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې هیله ده تر پایه مو ملتیا وکړئ.
پوپلزۍ: استا په لومړیو کې که راته وایئ چې په ماشومانو کې کینه او حسادت څه ډول ستونزه ده؟
استاد عظیمي: کینه، بغض او حسادت د ماشومتوب پړاو ځانګړنه ده، خو که وغځېږي، ځینې ستونزې زېږولای شي چې هم پر کورنۍ او هم په ماشوم ناوړه اغېزه کوي هر کله چې ماشوم نور ماشومان وهي، ډبوي او یا کنځل او بدې خبري کوي ښایي یو لامل یې د ماشومانو ترمنځ کینه وي چې که ماشوم همداسې عادت شي نو په راتلونکي کې به یو حسود او د ټولنې ضد شخص ترې جوړ شي.
پوپلزۍ: استاد ولې ماشومان کینه او حسادت کوي؟
استاد عظیمي: دا چې ولې ماشومان کینه کوي ګڼ لاملونه پکې ونډه لري هرکله چې مور او پلاره د ماشومانو د زېږون ترمنځ پوره واټن نه نیسي، یانې پرله پسې اولادونه دنیا ته راوړي د ماشومانو ترمنځ کینه پیدا کېږي، هر کله چې مور د نوي ماشوم له زېږېدو وروسته خپل ټول پام کوچني ماشوم ته اړوي نو مشر ماشوم چې لا هم کلک عاطفي ملاتړ ته اړتیا لري، له کوچني ماشوم سره کینه کوي او د کینې زده کړه له همدې ځایه پیلیږي، بل دا چې موږ په خپلو ساده بلکې ناروغه کړنو سره ماشوم ته حسادت ور زده کوو، مثلاً هر کله چې موږ ماشوم ته درمل غذا یا شربت ورکوو او هغه د دې شیانو له خوړلو انکار کوي، نو موږ لومړی هغه د بل ماشوم خولې ته ور نیږدې کوړ چې ماشوم د کینې او حسادت له مخې د دې شیانو خوړلو ته اړباسو. همدارنګه بل لامل یې جنسیتي توپیري، چلند دی زموږ په ټولنه کې نجونې او هلکان توپیر کوي او همدا توپیر د دې لامل ګرځي چې ماشومان حسادت زده او د ژوند په بېلابېلو برخو کې ترې ګټه پورته کړي.
پوپلزۍ: استاد د لاملونو په اړوند مو پوره او د قناعت وړ وضاحت ورکړ رابه شو دې ته چې آیا ماشومان له ټولو سره حسادت کوي او که یوازې له خویندو او وروڼو سره؟
استاد عظیمي: که څه هم د ماشومانو کینه او حسادت په محدودو کسانو پورې تړاو نه لري، خو کولای شو ووایو چې حسادت له همدې ځایه پیليږي، ماشومان له خپلې کورنۍ خویندو او وروڼو او موروپلار نه حسادت زده کوي چې ښایي وروسته یې له له نورو ماشومانو سره هم پیل کړي.
پوپلزۍ: استاد حسادت په ټولو ماشومان کې شته؟
استاد عظیمي: شاوخوا ټول ماشومان د حسادت یو پړاو لري چې په ټولو ماشومانو کې عادي دی ماشومان تر ۳ کلنۍ پورې د عاطفي ملاتړو د له لاسه ورکولو له امله حسادت ته مخه کوي، چې د نورو پام ځان ته راواړوي له همدې امله ارواپوهان د ماشومانو د زېږون ترمنځ ۳-۵ کاله واڼن وړاندیزوي، خو که د ماشوم کینه له ۵ کلنۍ وروسته هم غزیږي دا بیا روغه مسله نه ده او په دې اړوند باید ژر تر ژره له ارواپوه سره مشوره وشي.
پوپلزۍ: استاد حسود یا کینه ګر ماشومان کومې نښې لري؟
استاد عظیمي: هغه ماشومان چې کینه کوي تل له نورو ماشومانو شکایت کوي افراطي جګړې کوي له هغه ماشوم سره چې کینه لري ښایي ویې وهي یا یې د لوبو وسایل ورته مات کړي همدارنګه دا ماشومان له دې امله چې پام ورته نه کېږي یا لږ پام ورته کېږي تل اندېښمن وي او د حسادت له امله له نورو سره جوړ نه راځي.
پوپلزۍ: استاد کینه او حسادت کومې بدې پایلې لري؟
استاد عظیمي: کینه په ټولیز ډول ماشومانو ته څو ناروغه چارې، لکه جګړه، وهل، ډبول، بخیلي، خپګان، غوسه، تر کچې ډېر حساسیت او له کنټروله وتل ور زده کوي.
پوپلزۍ: استاد آیا دا حسادت ګټې هم لري؟
استاد عظیمي: بدبختانه حسادت د ماشومانو لپاره یوازې ناوړه پایلې لري او یوه ناروغه چاره ده.
پوپلزۍ: استاد آیا ماشومان د بخیلۍ له امله هم کینه کوي؟
استاد عظیمي: وړاندې مو وویل چې بخیلي د حسادت پایله ده یو ماشوم له دې امله د نورو ماشومانو د لوبو وسایل ماتوي چې بخیلي یې راځي، د ماشوم ځکه مېلمانه بد راځي چې وېره لري ماشومان یې د لوبو وسایل لوټ نه کړي چې دا پخپله بخیلي ده چې د کینې او حسادت له امله مینځ ته راځي معمولا هغه ماشومان چې حسود یا کینه ګر روزل کیږي په راتلونکي کې بخیلي کوي.
پوپلزۍ: استاد د دې ستونزې حل لاره به څه وي؟
استاد عظیمي: زه فکر کوم چې که د دې ستونزې په مخنیوي کې هڅه وشي ډېره به ښه او ګټوره وي که میندې او پلرونه د زېږون ترمنځ واټن مراعت کړي، توپیري چلند ونه کړي، نجلۍ او هلک ته په یوه سترګه وګوري او د ماشوم غوښتنې پوره کړي، نو تر ډېره به د ماشوم د کینې مخه ونیول شي، خو که کوم ماشوم پرې اخته وي، نو مور و پلار یې باید له نورو ماشومانو سره اړیکې ورغوي، ماشوم په دې سره ونه رټي، خبرې ورسره وکړي پام ورته وکړي له کچې ډېر ناز ورنه کړي او د حسادت د ناوړه پالو په اړوند ورته ووایي، نو د ستونزې په له مینځه وړلو کې به یې خورا مرسته وکړي.