
د افغانیو نجونو په اړه جوړ سوي د سپورټ فلم د ۲۰۲۰م کال د اُسکار جایزه ترلاسه کړه.
دا مراسم پرون دوشنبه د امریکا کلفورنیا په آیالات کي ترسره سوه، چي پکښي د هالیوډ د کال غوره فلمونو ته پکښي بیلابیلي جایزې ورکړل سوې.
په یادو فلمونو هغه فلم ته د اُسکار جایزه ورکړل سوه، چي په ۲۰۱۹م کال کي پر هغو افغان نجونو جوړ سوی، چي په جنګونو کي پر اسکیټ بورډ باندي لوبه کوي.
دې فلم کي آمریکايي کارول دیزینګر کار کړی، خو یاد فلم بیا برتانوي آندریچوا ترتیب کړی.
په یاد فلم کي افغانۍ نجوني د هیواد په بیلابیلو سیمو کي د جنګ په حال کي د اسکیټ باندي لوبه کي او دا لوبه زده کوي.
په افغانستان کي د امریکا سفارت د دې فلم په اړه لیکلي(( د افغانستان پر اسکیټ لوبه باندي د افغانیو نجونو دا فلم ښيي، چي افغانۍ نجوني د افغانستان د خلګو په څېر قوي او کلکي ارادې لري)).
د افغاني فلمونو مشره ساحرې کریمي پر خپلي ټویټر پاڼه د یاد فلم په اړه لیکلي((که څه هم دا د افغان فلم د جواز پرته جوړ سوی، خو موږ خوښ یو چي په اُسکار کې د افغانستان نوم روښانه سوی)).
دا ۳۹ دقیقیزه فلم په تېر ۲۰۱۹م کال کي((د اسکیټ لوبه زده کول په جنګ ځپلو سیمو کي)) په نوم جوړ سوی.
دې فلم یوه اونۍ مخکي برتانیا کي د لنډو فلمونو په برخه کي هم د یفتا په نوم جایزه خپله کړې وه.