- ژباړه: ملیحه ناصري
داسې وګڼئ چې په یوه توپاني شپه یوازې یاست، حرفه یي قاتل درپسې دی، حرکت هم نشئ کولی او ټول ځان مو رېږدي. ناڅاپه راویښ شوئ او ومو لیدل چې یوازې خوب و.
دا ډول خوب د ډېریو انسانانو ترمنځ مشترک او مشهور دی. ولې خوب وینو او خوب څه مانا؟
- د ړندو خوبونه: هر انسان په خوب کې ځینې انځورونه، رنګونه او څیزونه ویني. ړانده کسان د دا ډول شیانو په اړه هېڅ مقدمه نه لري، ځکه هغوی دا ډول شیان لیدلي نه وي. ړانده یوازې ځینې بویونه، غږونه او لړزه حسولی شي. هغه کسان چې د مور له ګېډې ړانده نه وي او وروسته ړانده شوي وي، دا ډول انځورونه او شیان په خوب لیدلی شي، ځکه تر ړندېدلو دمخه ورسره اشنا وي. او جالبه دا ده، څېړنو ښودلې چې ړانده تر جوړو ډېر خوب ویني.
-
موږ هغه څه په خوب وینو چې راته اشنا وي: موږ په خوب کې ځینې پردۍ او نا اشنا څېرې وینو. زموږ د خوب تقریباً ( ٪۴۸) څېرې نا اشنا وي. دا چاره لږ عجیبه غوندې ده، ځکه د انسان ماغزه دا نا اشنا څېرې څنګه جوړولی شي؟
خبره دا ده چې دا څېرې اصلاً موږ ته اشنا دي. په تېرو وختونو کې موږ هغه لیدلي. ښایي دا د هغو خلکو څېره وي چې ماشومتوب کې، کوم پلورنځي کې ورسره مخ شوي یو.
-
ډېر لږ خلک تور او سپین خوب ویني: سره له دې چې ډېری خلک رنګه خوبونه ویني، خو ځینې کسان وایي چې زموږ خوبونه تور او سپین دي. په ۲۰۰۸م کال په “دونده” پوهنتون کې یوه څېړنه وشوه. دا څېړنه وایي هغو کسانو چې په ماشومتوب کې تور او سپین تلویزیونونه لرل، دوی همدا ډول تور او سپین خوبونه ویني.
-
انسان خپل ( ٪ ۹۰) خوب هېروي: د انسانانو یو پر درې برخې عمر په خوب تېرېږي. د ویښېدلو وروسته زموږ (٪۹۵) خوب رانه هېرېږي. که انسان د خوب په هغه مرحله کې راویښ شي چې د سترګو کسي یې رغړې، کولی شي خوب را په یاد کړي.
-
ښکاره یا واضح خوبونه: داسې وانګېرئ چې په خوب کې مو پرېکړه وکړه چې چېرته لاړ شئ، څوک ووینئ او څه وکړئ. دا ډول خوبونه ځینو کسانو ته شوني وي او کوي یې هم. دې کسانو ډېر رازلرونکي خوبونه هم لیدلي وي. دا خلک وایي موږ خپل خوب کنټرولولی هم شو او د کنټرول په پار یې بېلابېل تخنیکونه کاروي. ځینې خارق العاده کارونه هم کوي، لکه: الوت، تر دېوال هاخوا تېرېدل، تېر وخت ته ورګرځېدل….
-
ځینو اختراعګانو له خوبه سرچینه اخیستې: ډېری خوبونه لیکوالانو ته الهام بښونکي وي، خو زیاتره بیا د لویو اختراعګانو لامل هم شي. الیاس هغه کس و چې د خیاطۍ څرخه یې جوړه کړه، ده خوب لیدلی و. مادام واکر خوب ولید او تر هغه وروسته یې د همغه خوب په مرسته له ځانه د امریکا میلیونر جوړ کړ. ځینې نورې اختراعګانې دا دي:
- د ګوګل فکر – لوري پېج؛
- جنراتور په اړه – تسلا؛
- د (DNA ) دوه ګونې مارپیچه بڼه – جېمز واټسون؛
- تناوبي جدول – دیم تري مندلیف.
- هغه خوبونه چې د شومو پېښو خبرداری ورکوي: ځینې خوبونه له راتلونکي سره اړیکه لري او د شومو پېښو خبر ورکوي. ډېری کسان وایي چې د یوې ناوړې پېښې تر پېښېدلو وړاندې یې خوب لیدلی و. ځینې وایي پېښه یې له خوب سره یو ډول وه. ځینې بېلګې یې:
- ابراهام لینکن د خپلو وژل کېدو په اړه خوب لیدلی و؛
- د تیتانیک په اړه نولس خوبونه تایید شول؛
- مارک تواین د ورور د مړینې په هکله خوب لیدلی و؛
- د سپټمبر د یوولسمې ډېریو قربانیانو په دې اړه خوب لیدلی و.
-
د خوب درمل ( DMT): ځینې کسان دا درمل کاروي بیا خوب ویني. دا درمل (ډي میټل پتامین) نومېږي. هغه کیمیاوي مواد دي چې د نورمال میتابولیزم پر وخت له صنوبري غدې جوړېږي. دا ماده تر زېږون دمخه، تر مرګ وروسته، د وهم او خوب پر وخت تولیدېږي. په بازار کې په اسانۍ نه موندل کېږږي او مجاز نه دي. ډاکټر اسټرسمن ویلي دا درمل چې چا خوړلي و، فضایي، مرموز او عرفاني موضوعات یې لیدلي وو.
-
د مېرمنو او نارینه وو خوبونه: د دوی دواړو خوبونه توپیر لري. نارینه په خوب کې نورو نارینه وو سره جګړې، دوښمنی او ځینې نور موضوعات ویني. ښځینه هم نورې ښځې، خپل چاپېریال او کورنۍ سره سروکار لري. مېرمنې تر نارینه وو خپل خوب په یاد کې ساتلی شي.