دا کورنۍ نسخه د مېرمنو وېښتانو ته وده ورکوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
  • ژباړه: شپنه سلګۍ

وېښتان مو له تویېدلو څنګه وژغورئ؟
هغه مېرمنې چې وېښتان یې تویېږي او وده یې کمزورې وي، نو د شپې لخوا دې یؤ ګیلاس ملخوځي، چې په انګرېزي کې ورته funegreek او په دری کې ورته اولبه وایي، یعنې ملخوځي د ماش غوندې دانې دي کله چې مېرمنې ولادت وکړي، نو خوږه شوله ورته پخوي او ملخوځي پکې اچوي رنګ یې تور غوندې دی او اته ګیلاسه اوبه په دېک کې واچوي او پر ارام اور د یې دومره وایشوي، چې تقریباّ پنځه ګیلاسه اوبه وچې کړي او یوازې درې ګیلاسه اوبه پکې پاتې شي.
هر کله چې د دریو ګیلاسو په اندازه اوبه پکې پاتې شوې نو د دېګ اور بند کړئ او سر یې تر سهاره پورې پټ کړئ.
سهار چې له خوبه راویښ شوئ، نو د دیګ اوبه تصفیه کړئ ملخوځي ترې لېرې کړئ او پر همدې اوبو د وېښتانو بېخونه ښه وموښئ او وروسته یې په ټولو ویښتانو ووهئ د دې کار له کولو ورسته به سر په یو دستمال کې ونغاړئ او درې ساعته وروسته به یې ووېنځئ.
یادونه:
که وېښتان مو رژېږي او یا هم وده نه کوي، نو دغه نسخه څلور ځله پرله پسې درې درې ورځی وروسته عملي کړئ.