- ژباړه: ملیحه ناصري
د نیویارک پوهنتون څېړنو ښودلې چې نارینه او ښځینه وو ترمنځ د رنګونو په تشخیص او پېژندنه کې توپیرونه شته. ښایي د خاوند له لوري د ښځو د جامو رنګ ټاکل مېرمنو ته چندان خوند ورنه کړي، ځکه هغوی ځینې رنګونه بل ډول ویني او کېدای شي د رنګونو د نه تشخیص ستونزه ولري چې په پاړسي کې یې (کوري رنګ) بولي. یانې کله چې نارینه نارنجي رنګ ته وګوري، هغه ته دا رنګ لږ سور بخوندی ښکاري، خو که همغه رنګ ته یوه ښځه وګوري سم سوتره نارنجي برېښي. یا که نارینه شین شفتلي رنګ ته وګوري، لږ پیکه ورته ښکاري، خو ښځو ته همدا شین رنګ تک شین برېښي.
کله چې د ډېرو رنګونو یو نمونه نارینه وو او ښځینه ته وښکارول شي او ترې وغوښتل شي چې هر رنګ تشخیص او نوم یې ورته واخلي، نارینه له ستونزو سره مخ کېدی شي.
د نیویارک د څېړنو پایلو ښودلې چې نارینه هڅه کوي د ژېړ، شین او اسماني رنګ ترمنځ بریدونه تشخیص کړي. دا پېژندنه بیا مېرمنو ته ساده او اسانه ده.
د نیویارک د څېړنو د بروکلین پوهنتون څېړونکي آبراموف ویلي چې موږ د رنګ په تشخیص کې د نارینه او ښځینه وو ترمنځ شته توپیرونه، د هغوی د سترګو د جوړښت په توپیرونو کې نشو ښودلی، نو دغه کړنه کېدی شي ماغزو ته ورګرځي او په هغوی پورې اړه ولري، ځکه د نارینه وو تستسرون هورمون په دوی کې د رنګ پر تشخیص هم ښایي اغېز پرېباسي. دی وایي موږ ګومان کوو چې همدا هورمون به د رنګ پر پېژندنه هم اثر وکړي.
سرچینه: beytoote.com