دا ۱۵ اړین ټکي باید عملي کړو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

۱ – هره ورځ ۱۰ تر ۳۰ دقیقو پلی تګ وکړئ او د تګ پر وخت وخاندئ. تر ټولو نه دا ښه لاره د خپګان د لمنځه وړلو لپاره ده.
۲ – هره ورځ حداقل د ۱۰ دقیقو لپاره په یو ارامه ځای کې چې هېڅ غږونه نه وي کېنو.
۳ – هېڅکله لږ خوب مه کوئ خپل په ټاکلي کچه هره شپه باید خوب وکړئ.
۴ – کله چې هر سهار له خوبه پاڅېږئ، تر ټولو لومړۍ دا باید له ځان سره ووایاست، چې د نن ورځې موخه مې….. دا ده.
۵ – تل له دې دریو شیانو سره ژوند وکړئ، ځواک، احساس او شوق.
۶ – د ۷۰ کالو څخه ډېر او د ۶ کالو څخه کم عمر سره په ورځ کې خپل وخت تېر کړئ.
۷ – ډوډۍ په خپل وخت وخورئ، د مېوو او له سبزیجاتو څخه ډېره ګټه اخلئ، چې وکولای شئ خپل ځان په سمه توګه تغذیه کړئ.
۸ – هڅه وکړئ حداقل په ورځ کې د دریو نفرو په خوله خندا راولئ.
۹ – خپل ځواک په بېځایه او منفي فکرونو یا هم هغه څه چې ستاسو په واک کې نه دي مه مصرفوئ، د هغه پر ځای په مثبتو اړخونو فکر وکړئ او ترسره یې کړئ.
۱۰ – سهار سم خوراک وکړئ، غرمه منځنۍ او ماښام لږ ډوډۍ وخوړئ.
۱۱ – حتمي نه دي چې په هر بحث یا هر ځای کې ګټونکي شئ، نو د نظرونو اختلافات په ځان ومنه.
۱۲ – خپل ژوند له نورو سره مه مقایسه کوئ، تېر هېر او راتلونکي په اړه فکر وکړئ. هېڅوک ستاسو د غم او خوشحالي مسولیت نه لري، پرته له تاسو خپله.
۱۳ – تل بښنه وکړئ، هر وضعیت څه بد وي څه ښه حتماً یو وخت بدلون مومي.
۱۴ – تل د ښه ملګرو سره په اړیکه کې اوسئ، ځکه د یوازیتوب په وخت کې به یوازې هغوی درسره وي.
۱۵ – هره شپه کله چې ویدېږئ، نو لومړۍ د خپل ورځ لپاره مننه وکړئ.