د عیبونو پلټل یو له اخلاقي ناروغیو څخه ده چې له هر ډول فکرونو څخه پیدا کېږي، دلته یې څو ډولونو ته اشاره کوو:
۱- د کمترۍ احساس کول:
د عیب لټولو یو لامل د کمترۍ احساس کول دي، هغه څوک چې هر ډول عیبونه لري او د کمۍ احساس کوي، نو غواړي چې د نورو خلکو عیبونه فاش کړي او د هغه په وسیله خپل عیب پټ کړي. مثلاً یو زدهکوونکی د دې لپاره چې خپل تنبلي پټه کړي، خپل نور ملګري تنبل معرفي کوي.
۲ – حسد (حسادت):
یو له عیب پلټلو بل لامل حسادت کول دي، حسود انسان نشي کولای چې د نورو بریا، پرمختګ او کمالونه وګوري، هڅه کوي چې د عیب پلټلو په وسیله د هغوی شخصیت کوچنۍ معرفي کړي.
۳ – شک:
دا یو له خطرناکو ناروغیو څخه دي چې ډېري وګړي په هغه اور کې سوزي، نو ځکه شک کول ډېر بد کار دی هم ګناه لري او هم د خلکو ترمنځ د واټن پیدا کېدلو سبب کېږي.
۴ – بې خبري او روحي ناروغۍ:
یو له عیب پلټلو لامل روحي ناروغي ده چې ځینې وګړي په دې ناروغۍ مبتلا دي، په داسي ډول د نورو په عیبونو پسې ګرځي او د ټولو په منځ کې خپروي او له خپل همدې کار څخه خوند اخلي او په همدې وسیله خپل خپګان آراموي.
دا ډول وګري خپل عیب نه ویني یوازې د نورو خلکو عیبونو ته یې پام وي.
یو له پوهانو څخه یې وپوښتل: چې ولې د نورو وګرو له عیبونو څخه څه نه وایې؟ هغه په ځواب کې ورته وویل: زه په خپل ځان کې داسې کمال نه وینم چې د نورو عیبونه راڅرګند کړم.
۵ – دښمني:
د عیب پلټلو یو بل لامل او اصل ریښه یې دښمني ده. هغه وګړي چې عیب پلټونکې دي، لامل یې کینه ده چې په زړه کې یې لري. څه په ټولنیز ژوند کې یا هم په خپلې کورنۍ کې دښمني لري، تل په همدې فکر کې دي چې د دوی عیبونه رسوا کړي.
په تاریخ کې راغلي: “بني امیه تل له بني هاشم سره کینه درلوده او په هر فرصت کې به یې خپله دښمني پوره او عملي کوله…”
۶ – ځان غوښتنه:
ځینې وخت ځان غوښتنه هم د عیب پلټلو سبب کېږي، کوم وګړي چې غواړي یو مقام یا یو ځای ته ورسېږي، نو هڅه کوي چې نور کمزوري ښکاره کړي او ځان ته میدان خالي کړي.