په زیمبابوې کې د کرکټ نړیوال جام ته د غوراوي پړاو سیالیو کې نن د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډله د سکاټلینډ لوبډلې خلاف خپل برخلیک ټاکي.
د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې په خپلې تیرې سیالۍ کې کوربه زیمبابوې لوبډلې ته په ۴ ویکټو سره د لوبې وروستیو شیبو کې ماتې ورکړه او د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورتګ لپاره یې خپل ځان ته لار هواره کړه.
تر دې مهاله ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډله د ۶ پواینټونو په درلودلو سره د جدول په سر او سکاټلینډ د ۵ پوانټونو په درلودلو سره د جدول په دریمه کرښه ځای لري، خو لا هم دواړو لوبدلو د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته یې لار نه ده پیدا کړې.
چې هره لوبډله بریا خپله کړي، د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته به لار پیدا کړي.
د نن ورځ په سیالۍ کې که ویسټ انډیز د سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي، نو ویسټ انډیز به د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لمړۍ لوبډلې په توګه لار پیدا کړي او د سکآټلینډ لوبډله به د کرکټ نړیوال جام ته د ورتګ څخه پاتې شي، خو که سکاټلینډ ویسټ انډیز ته ماتې ورکړي، نو سکاټلینډ به د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي او ویسټ انډیز به لا هم د زیمبابوې، ایرلینډ او افغانستان سره خپل مخکې تګ کې شیبې شماري.
د نمرو د جدول له مخې ویسټ انډیز د ۶ پواینټونو په درلودلو سره لمړی، زیمبابوې د ۵ پواینټونو سره دویم، سکاټلینډ هم د ۵ پواینټونو سره دریم، افغانستان د ۴ پوانیټونو سره څلورم، ایرلینډ هم د ۴ پواینټونو سره پنځم او متحده عربي امارات د کوم پواینټ په نه لرلو سره وروستی شپږم مقام لري.
د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لوبډلو د ورتګ په اړه اټکل یو ستونزمن کار دی، ځکه چې د هرې سیالۍ د ترسره کیدو وروسته حالت بدلیږي او د یوې لوبډلې پر ځای بلې لوبډلې ته د مخکې تګ چانس زیاتیږي.
د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو ۵۰ اوریزه سیالۍ د روانې مارچ میاشتې د څلورمې نیټې څخه پیل شوې دي او د همدې میاشتې تر ۲۵ مې نېټې پورې به دوام وکړي.