لیکنه: ډیل کارنګي
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
هر انسان باید په خپل ژوند کې شخصي مالي مدیریت زده کړي. د پیسو د سپما او د لګښت چل هر انسان نه دی زده، خو کوم ستونزمن کار هم نه دی.
۱. ټول د اړتیا وړ توکي د کاغذ پر مخ لیکئ.
۲. داسې شخصي او اختصاصي بودجهبندي ولرئ، چې له اړتیاوو سره مو سمون وخوري.
۳. د پیسو د خرچ کولو چل زده کړئ.
۴. دغه ټکی په یاد ساتئ، کله چې عاید مو زیات شو، سردردۍ مو ورسره زیاتې نه شي.
۵. له بې ځایه لګښتونو ډډه وکړئ. هغو څېزونو ته چې اړتیا نه لرئ، مه یې پېرئ.
۶. هڅه وکړئ چې ځان بیمه کړئ (د ناروغۍ بیمه، د سفر بیمه، د موټر د ټکر بیمه …)
۷. اجازه مه ورکوئ چې ستاسې له مړینې وروسته دغه بیمه ستاسې مېرمنې ته یوځايي ورکړل شي.
۸. اولادونو ته مو ورزده کړئ چې د پیسو پر وړاندې د مسوولیت احساس وکړي، ترڅو له بې ځایه لګښتونو مخنیوی وشي او پیسې په سمو لارو لاړې شي.
۹. که چېرې ته د کور مېرمن یې، نو کولای شې د لاسي صنایعو له لارې پیسې لاسته راوړې.
۱۰. په ژوند کې هیڅکله هم شرط او قمار مه وهئ. ځکه شرط او قمار نه یوازې تاسې له مفلسۍ سره مخ کوي، بلکې ژوند مو هم تباه کوي.
۱۱. که چېرې خپل مالي وضعیت نه شو ښه کولای، نو لږ تر لږه دومره خو کولای شو چې له ځان سره بدي ونه کړو او هغه څه له ذهن څخه وباسو چې د بدلولو وړ نه اوسي.