د ډاکټر نجیب لور د سولې په صورت کې له کابله تر پکتیا پلې د پلار قبر ته ځي!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د ډاکټر نجیب لور هیله نجیب وايي، که چیري په افغانستان کي سوله راشي، نو له کابل تر پکتیا پوري پلې د خپل پلار او تره قبر ته ځم.
ځینو افغانانو پر ټویټر یو داسي کمپاین پيل کړی، چي یوې پوښتني ته به خپل په شخصي ډول ځواب وايي.
هغه پوښتنه داده، چي که سوله وشي، نو څه به کوې؟
د دې پوښتني په ځواب کي د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور هیلي نجیب لیکلي، چي که په افغانستان کي سوله راشي، نو له کابله تر پکتیا پلې د خپل پلار او تره قبر ته ځم.
هیله نجیب وايي د پلار او کاکا پر قبر مي دعا کوم، چي هیڅ یو افغان دي یتیم نشي او ښار ته نژدې یو مکتب جوړوم، د افغانستان په پوهنتونونو کي درس وایم د لمر په راختو سره وېښیږم او د ژونده خوند اخلم.


هغې لیکلي((پیاده از کابل تا میلن می روم و بالای قبر های
#ابایم و #کاکایم گریه کرده و دست بالا می کنم به دعا که دیگر هیچ اولاد در افغانستان یتیم نشود. در نزدیکی شهر، یک مکتب می سازم و در پهنتونهای افغانستان تدریس می کنم! صبح با طلوع آفتاب بر می خیزم و هر لحظه از زنده گی ام را لذت ببرم!)).

هاخوا بیا د ډاکټر نجیب د حکومت په وړاندي د یوه جنګېدونکي مجاهد لور عطیه مهربان د هیلي نجیب یاد ټویټ خپور کړی او ورسره لیکلي ئې دي، چي پلار مي د ډاکټر نجیب د حکومت په وړاندي وجنګېد؛ مګر اوس د هیلي نجیب د ټویټر په ویلو سره مي تر سترګو ژړا راغله.
عطیه نجیب وايي، که سوله راشي، نو دا به یو داسي تبلیغ وکړي، چي هیڅ یوه ایډيالوژي د انسان د ویني تویولو ارزښت نلري.

هغې لیکلي((پدر من در مقابل پدر هیله جنگیده است اما من به این جمله هیله گریستم؛ اگر‌ جنگ تمام شود می‌خواهم تا جایی دستم می‌رسد تبلیغ کنم که هیچ ایدئولوژی ارزش یتیم‌کردن کودکی را، بیوه کردن زنی را و بی فرزندساختن مادری را ندارد. کنار هم زندگی کنیم، پهلوی هم دفن نشویم)).

۲۴ کاله مخکي طالبان کابل ته ننوتل او پخوانی افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله ئې اعدام کړ.
ډاکټر نجیب الله د خپل واک په وروستیو کلونو کې د افغانستان د لانجې د هواري لپاره د ملي پخلايني تگلاره اعلان کړه، خو د يولړ لاملونو له کبله تگلاره خپلې موخي ته ونه رسيده.

د افغانستان دغه پخوانی ولسمشر په پکتیا کي پخپله پلرنۍ هدیره کې په یوه خاورین قبر کي خښ دی.