د ورکړل سوو معلوماتو له مخي عربستان هیواد غواړي، چي د روسیې هیواد مسلمان لوبغاړی حبیب نورمحمدوف د امریکايي سیال سره په ۱۰۰ میلیونه ډالره باندي لوبه ترسره کړي.
د نورمحمدوف د لوبو ترتیب کوونکي علي عبدل عزیز ویلي، چي سعودي عربستان د روسي لوبغاړي نور محمدوف او امریکايي لوبغاړي فلوید میودر ترمنځ د لوبي جوړونکی دئ او امریکايي لوبغاړي فلوید هم علاقه ښودلې.
د ۳۱ کلن لوبغاړي نورمحمدوف د لوبو ترتیب کوونکي علي عبدل عزیز په خبره، چي د حبیب او فلوید ترمنځ لوبي ته د عربستان په پلازمینه ریاض کي ۱۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي سوي، چي که هر چا بریا خپله کړه هغه لوبغاړي ته به ورکول کیږي.
تراوسه د یادي لوبي کره نېټه نده روښانه سوې.
د همدې ترڅنګ هغه دا هم ویلي، چي عربستانیان دا موخه لري، چي نورمحمدوف تر هغه وروسته بلي لوبي ته د مک ګرګور په وړاندي هم د ۱۰۰ میلیونه ډالرو نورو پيسو په بدل کي قانع کړي.
مک ګرګور د ایرلینډ هیواد د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی دئ، چي څو میاشتي مخکي ئې د مسلمان روسي لوبغاړي نورمحمدوف څخه سخته ماته وخوړه او وروسته روسی مسلمان لوبغاړی نورمحمدوف پر ټولنیزو رسنیو ډېر وستایل سو.
نورمحمدوف په یو اف سي سازمان کي د خپل وزن اتل دئ او تراوسه ئې ۲۸ نړیوالي لوبي کړي، چي ټولي ئې ګټلي او تراوسه ئې یوه ماته نده خوړلې.