له یوه نارینه ښوونکي د یوې افغانې انجلۍ ۵ هیلې او غوښتنې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

۱.عزت مې خپل وګڼه
آی ښوونکیه!
پوهیږم په کور کې خویندې، مور، میرمن او داسې نورې تور سرې لرې چې ته يې په عزت ځان قربانوي.
هو!
پوهیږم همداسې ده، نو ما هم خپل عزت وګڼه او د عزت لپاره مې ما خپلو تیروتنو ته متوجه کړه، نه د بې عزتۍ لپاره بدې لارۍ ته.
۲. سمه لارښوونه راته وکړه
ګرانه ښوونکیه!
ته هغه څوک يې چې دا نوم لومړی د خوږ پیغمبر وو او اوس تاته درپاتې.
خو!
دا نوم لکه د پخوا ژوندی وساته او ماته د مستقیمې او سمې لارې لارښود وکړه! په تیروتنو مې پوه کړه او د اصلاح لار يې راته وښیه، ځکه که شوې تیروتنې ته متوجه شم بیا يې نه تکراروم.
۳. د نیکۍ په بدله کې رانه نامشروع طمعه مه کوه
ښوونکیه!
ته مې د والد صاحب ځای لرې
هو!
ته مې د ورور ځای لرې
آیا ته چې کله د خپلې لور سره نیکې کوي، په بدل کې يې نامشروع غوښتنه ترې کوې؟
بلکل چې ځواب دې نه دی! بس نو زه دې هم خور يم او لور دې یم، هیڅکله د ښیګڼې بدله رانه په بدې او نامشروع لار مه غواړه.
۴. ځان له ملامتۍ خلاص کړه
مهربان استاده!
پوهیږم ته به په ډیر څه پوهیږي ته ډیر لایق يې، ته واقعاً دې سپیڅلې دندې ته وړ شخص يې، ځکه راغلی یې!
خو!
هڅه وکړه له هغې رویې نه کار واخله چې زه سمه پوه شم که سبا یو څوک راڅخه پوښتنه وکړي زما د ځواب په ځواب کې په تا رحمت ووایي، نه لعنت.
دا فکر هیڅکله مه کوه چې زه انجلۍ یم، زه هیڅ نشم کولی، ځکه زه ډیر څه کولی شم، ته او ددې هیواد پیاوړې شخصیتونه د پوه، او با استعدادې مور د لاس نیالګي يۍ، او زه به هم ستا د نن ښه زحمت او خوارۍ له وجې سبا همدې ټولنې ته ستر ستر بچي وړاندې کړم.
۵. زما د رټلو مفکوره هیره کړه
هو!
هیڅکله دا هڅه مه کوه چې زما د پوښتنې، ځواب، تشریح او په ټولګي کې د نورو فعالیتونو په ترسراوي کې د تشویق پرځای ما تهدید کړې.
آی زما د راتلونکې جوړونکیه!
زما د شخصیت سمه رغونه ستا د لاس لاندې پیلیږي، پام دې اوسه هسې نه چې دا رغونه د شخصیت وژنې ځای ونیسې.
له حوصلې کار واخله ځکه؛ ته زما د هرې تیروتنې اصلاح کوونکی يې
او ریښتیا!
ته پدې هم ښه پوهیږې چې ماسره په ښوونځې کې نور ټولګیوال او ټولګیولې شتون لري، زما د هرې خبرې ځواب په داسې شکل مه راکوه چې نور راباندې ملنډې ووهي او هم نور مه پریږده چې راباندې د ملنډو وهلو زمینه مساعده کړي.