د نویو زېږېدلو ماشومانو په اړه څو په زړه‌پورې ټکي!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: نسیمه محمدي
زیاتره مور او پلار د تجربو پر اساس د خپلو اولادونو د جسمي روغتیا په اړه پوهه ترلاسه کوي، خو زیاتره عادي وګړي د نویو زېږېدلو ماشومانو په اړه هېڅ معلومات نه لري.
د ژوند په لومړیو کې کوچنیان ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري او په آسانۍ ترې ساتنه او پالنه نشو کولا،په عین حال کې ځینې جالب ټکي د دوی په اړه شته دي.
د لویانو بدن تقریباً ۲۰۶ هډوکي لري، په داسې حال کې چې کوچنیان له ۳۰۰ هډوکو سره نړۍ ته راځي.
د دغو هډوکو څو مورده په لومړیو کې د یوه ډول غشا په واسطه وصل وي، د ژوند په لومړیو څو کلونو کې دا غشا لمنځه ځي،د ماشوم د انعطاف وړ اسکلېټ زېږون آسانوي.
کوچنیان د زنګون پر ځای له غضروف سره نړۍ ته راځي او وروسته بیا همدغه غضروف په هډوکي بدلېږي.
د زنګون انعطاف‌منونکی غضروف د زېږېدلو پر وخت د زنګون له زیانمن کېدلو څخه مخنیوی کوي.
د زېږون پر وخت ماشوم په ډېره کمه اندازه د لیدلو وړتیا لري، هغوی له ۲۰ سانتي متر (۸ انچه) لرې واټن نشي لیدلای، یوازې یوه اندازه رنګ تفکیک کولای شي، سره له دې د ماشومانو د لیدلو حس ډېر ژر وده کوي او په یو کلنۍ کې د لویانو غوندې د بینایۍ وړتیا لري.
زیاتره ماشومان له خړ/ آبي رنګه سترګو سره نړۍ ته راځي، خو امکان لري دا رنګ قطعي نه اوسي.
د سترګو رنګ د جنېټېک پر اساس ټاکل کېږي او له شپږ تر اتو میاشتو وخت ته اړتیا ده، پوه شئ چې د سترګو رنګ آبي، قهوه‌يي (خرمايي)، خړ یا شین رنګ خپلوي.
څرنګه چې د ماشومانو مغز د لویانو ۱/۴ برخه وزن لري، خو د بدن د تناسب له اړخه لوی دی.
د نوي زېږېدلي ماشوم مغز ۴۰۰ ګرامه (۰،۸ پونډ)، چې زیات یا کم د ټول بدن ۱۰٪ وزن یې ښايي.
د دې اپوټه د لویانو ماغزه ۱،۵ کیلو ګرام (۳،۳ پونډ) چې د ټول بدن ۲٪ وزن تشکیلوي.