قانع افراد ګټور ښوونکي کيداى شي د هدف ټاکل په مشخصو او مسلکي برخو کې د يوه ښوونکي په ژوندانه کې د برياليتوب په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
د هر چا شخصي هيلې توپیر کوي،خو په تعليم پورې اړوندې هيلې او هدفونه هغه څه دي چې ټول ښوونکي پکې شريک وي.
مثلاً په بېلابېلو عمرونو کې د پوهې ترلاسه کول،د زدهکوونکو دماغ ته د انکشاف ورکولو هيله او د نويو تحريکونکو دومداره تجربو پيدا کول،د يوه ټولګي لپاره د هغوى ښوونکو هدفونو ته وايي، چې د مسلکي کېدلو لپاره هلې ځلې کوي.
داسې ښکاري چې ننګونې او فشارونه د ښوونکو د ورځني ژوند يوه برخه ده،تدريس کېداى شي له ننګونې او روحي فشاره يوه ډکه وظيفه وي.
ښوونکي څنګه کولى شي چې د هغه فشارونو مخه ونيسي چې د کار د ترسره کولو له افتخار څخه يې بې برخي کوي؟
لاندې نظريات ښايي مرستندوى وي:
۱ – د ټولو انسانانو لپاره فشار درلودل عام دي؛
۲ – ځينې فشارونه له ښوونکو سره په اغېزمنه توګه د وظيفې په تکميل کې مرسته کوي؛
۳ – تر حده زيات فشار پر روغتیا، سلوک او مزاج ناوړه اغېزه لرلای شي؛
۴ – د روحي فشار ځينې وضعتونه د وخت دقيق پلانول کنترولولای شي.