دا چې د کرکټ په نړۍ کې هرې لس لوبډلې د ټاپ رېنکېنګ په لرلو سره غوره لوبډلې حسابېږي، نو د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې هم ځینې لوبډلې شته، چې مخکې تګ یې کړی او کله کله دوی تر لومړي مقام او کله بیا له لومړي مقام څخه لوېږي او شاتګ کوي.
۲۰۱۸م په منځنۍ برخه کې د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډله په شل اوریزو لوبو کې لومړۍ وه، خو د لوبو په بایللو سره داسې شوه، چې له لومړي مقام څخه دویم او له هغې څخه وروسته درېیم او ورپسې تر څلورم مقامه ورسېده، نیوزیلېنډۍ لوبډله اوس مهال په شل اوریزو لوبو کې شپږم ده.
دا خبره مې دې پورې وکړه، کومه لوبډله چې لوبې ګټي نو رېنکېنګ کې هم مخکې تګ کوي او کومه لوبډله چې لوبې بایلي، نو بیا په درجه بندۍ کې هم شاته کېږي.
د هندوستان او پاکستانیو لوبډلو لوبې او شل اوریزو لوبو کې یې برخلیک
د ۲۰۱۹م د ډسمبر میاشتې راهیسې هندوستان او پاکستان لوبې کړي، چې دغو شل اوریزو لوبو کې پاکستان لس لوبې سر په سر بایللي دي، اسټرالیا او سریلانکا ترې درې،درې لوبې وګټلې، له هغې وړاندې ترې نورو لوبډلو هم لوبې ګټلې وې.
خو بل بیا هندوستان د ویرات کولي په لوبډلمشرۍ کې سیریزونه ګټلي دي.
د کرېک ټرکر وېب پاڼې لیکلي دي، چې هندوستان د ویرات کولي په لوبډلمشرۍ کې ۵ شل اوریزې لوبلړۍ وګټلې او باید له ویرات کولي او اوسني رهبري ټیم څخه دې برخه کې مننه وشي.
له سویلي افریقا، انګلستان، ویسټ انډیز او اوس یې له نیوزیلېنډ څخه لوبې وګټلې.
له بله خوا یې اسټرالیا سره سیریز مساوي کړ.
پاکستان بیا تازه د جنوري په میاشت کې له بنګله دېش څخه د درې شل اوریزو لوبو لړۍ دوه د صفر پر وړاندې وګټله.
خو نسبت پاکستان ته د هندوستان د لوبو ګټل بارز دي او دا هندوستان مرسته کوي، چې د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې ځان لومړي مقام ته ورنږدې کړي.
هندۍ لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې دویم او ټېسټ لوبو کې لومړی مقام خپل کړی دی، دا لوبډله غواړي چې شل اوریزو لوبو کې هم پرمختګ وکړي او ځان تر لومړي مقامه ورسوي.
هندۍ کرکټ لوبډله اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې پنځم نمبر ده او پاکستان لومړی مقام لري.
ښایي د فبروري میاشتې په اوږدو کې د کرکټ نړیواله شورا د شل اوریزو لوبو درجه بندي خپره کړي او هندوستان به پکې له پنځم مقام څخه خامخا څلورم او یا هم درېیم مقام ته پرمختګ وکړي.
کېدای شي چې هندوستان له سویلي افریقا او انګلستان څخه په شل اوریزو لوبو کې مخکې شي او تر درېیم مقامه پورې پرمختګ وکړي.
په شل اوریزو لوبو کې اسټرالیا دویم، انګلستان درېیم، سویلي افریقا څلورم، هند پنځم، نیوزیلېنډ شپږم، افغانستان اووم، سریلانکا اتم، بنګله دېش نهم او ویسټ انډیز لسم مقام لري.
دا چې راوران اسیا جام او نړیوال جام شل اوریز دي، نو د دې جامونو په درشل کې زیاتره لوبلړۍ یا سیریزونه د لوبډلو ترمنځ شل اوریز ترسره کېږي.
کومې لوبډلې چې لوبې ګټي مخکې ځي او کومې لوبډلې چې لوبې بایلي، وروسته کېږي.
په همدې لړ کې افغانستان د مارچ په میاشت کې له ایرلېنډ سره درې شل اوریزې لوبې لري، چې افغانستان ته یې ګټل خورا مهم دي.