ژباړه: عطا محمد میاخېل
کورنۍ لومړنۍ ټولنه ده چې ماشومان پکې اړین مهارتونه زده کوي. په حقیقت کې تر ټولو لومړۍ بېلګې، چې هغوی یې په سترګو ویني، مور او پلار دي، له دې امله د والدینو چلند د ماشومانو په بریا او ناکامۍ کې تر ټولو ډېر اغېز لري. که د بریالیو والدینو له ځانګړتیاوو سره آشنا کېدل غواړئ، نو لاندې لیکنه په غور ولولئ.
شوخ طبیعته واوسئ
یو له غوره چلندونو څخه، چې تاسو یې د بېلګهییز مور او پلار په توګه لرلای شئ، شوخ طبیعتي ده، له دې امله، څومره چې غواړئ، د خپلو ماشومانو لپاره آرامه او خوشاله فضا رامنځته کړئ. خندا ډېرې زیات ګټې لري، مثلاً له اروایي فشار (سټرس) څخه مو لرې ساتي، داسې یوه فضا رامنځته کړئ، چې وکولای شئ د خپلې کورنۍ له غړو سره اغېزمنه اړیکه ټینګه کړئ. شوخ طبیعتي ستاسو ترمنځ صمیمیت زیاتوي، له دې امله هڅه وکړئ، چې داسې خبرې یا کارونه وکړئ، چې د ماشومانو لپاره مو د شوخ طبیعتۍ او خندا زمینه برابره شي.
ثابت قوانین په پام کې ونیسئ
تر ټولو غوره میندې او پلرونه هغه دي چې د خپلو ماشومانو لپاره ثابت قوانین په پام کې نیسي. په دې اړه فکر وکړئ، چې په کوم ځای کې په کار ګمارل شوي یاست، خو هېچا تاسو ته ستاسو د دندو او کړنو په اړه توضیحات نه دي درکړي، په دغو شرایطو کې د بریا په خاطر ټولې لارې ازمویئ یا دا چې د خپل مدیر نظر خپل ځان ته را واړوئ، خو آیا له دې لارې کومې مثبتې پایلې ته رسېږئ؟ که د خپل ځان لپاره قوانین په پام کې ونه نیسئ او خپل محدودیتونه ونه پېژنئ، نو خپلې موخې ته په رسېدلو کې به له ستونزو سره لاس و ګرېوان شئ. هغه میندې او پلرونه، چې خپلو اولادونو ته لاره، قوانین او محدودیتونه ور ښیي، هغوی به د خپلو ماشومانو په روزنه کې به بریالي وي، په دغو شرایطو کې ماشومان هم پوهېږي چې څه څیز ښه او څه څیز بد دی او دا زده کوي چې کړنې په خپلو حدودو کې ترسره کړي.
عدالټ ټینګ کړئ
یوه بله ځانګړتیا، چې بریالي والدین یې باید په خپل ځان کې پیاوړې کړي، عادل اوسېدل دي، دا مورد خصوصاً د هغو میندو او پلرونو لپاره ډېر اړین دی، چې څو ماشومان لري. عادل والدین د خپلو اولادونو ترمنځ توپیر نه کوي، له بلې خوا هغوی نرم او انعطافمنونکي دي، یانې شرایطو ته په پام سره کړنې ترسره کوي، مثلاً که مو اولاد یو ځل تېروتنه وکړه، نباید هغه ته ډېره بده سزا په پام کې ونیسئ، بلکې اجازه ورکړئ چې له خپلې تېروتنې څخه درس واخلي، د تېروتنې د تکرار په صورت کې باید سزا هم سخته کړئ. داسې تصمیمونه ونیسئ، چې د اولاد په ګټه مو وي، نه ستاسو په ګټه. که د خپلو اولادونو په اړه له عدالت څخه کار واخلئ، نو هغوی به هم درته درنښت وکړي.
بې ځایه مه ښکېل کېږئ
دا چې ووینئ ماشوم مو له یوه بل ماشوم سره د شخړې په حال کې دی، په ډاډ سره ویلی شم، چې خوشاله به نه شئ، خو دا چې تاسو مخته لاړ شئ او په دې شخړه کې ځان ښکېل کړئ، ناسم کار دی. تر ټولو غوره میندې او پلرونه هغه دي، چې په دغو شرایطو کې خپلو ماشوم ته ور زده کوي، چې د لویانو له ښکېل کېدا پرته، په خپله له خپل حق څخه دفاع وکړي، البته که ماشوم مو واقعاً مرستې ته اړتیا لرله، نو باید عمل وکړئ.
خو په ټوله کې بریالي والدین هغه دي، چې خپل ماشوم ته د تېروتنه کولو اجازه ورکوي. باید خپل ماشوم ته اجازه ورکړئ چې بریا، خوشالي، یوازیتوب، ناهیلي او ماتې تجربه کړي. که څه هم په سختو شرایطو کې د اولاد لیدل ځورونکي دي، خو د هغه له ودې سره به خورا ډېره مرسته وکړي.
پر خپل ځان باور ولرئ
تاسو د مور او پلار په توګه له هغه څه، چې یاست باید راضي او خوښ واوسئ، دا چې تل په دې اړه فکر وکړئ، چې د خپل اولاد لپاره مو څه نه دي کړي، یوازې اروایي فشار (سټرس) مو زیاتوي. که داسې فکر وکړئ، چې نور له درسره تر هغه وخته پورې مینه لري، چې په خپل ژوند کې بریالي یاست او دا چې تېروتنه وکړئ، نو له سترګو څخه به یې وغورځېږئ، یوازې خپل ځان غوسه کوئ. بریالي والدین هغه دي، چې پر دې باور لري، چې هر څه نشي کنترولولای، دا چې پر خپل ځان باور ولرئ، هغه ډالۍ ده، چې ژوند ته مو هوساینه او آرامتیا وربښي.
بښنه وکړئ
که تاسو ښه والدین وئ، نو د خپلو اولادونو تېروتنې بښئ، که څه هم د ځینو تېروتنو بښل ستونزمن کار دی، خو باید دا چلند له ځان سره تمرین کړئ. نه یوازې اولادونه، بلکې دوست، د ژوند شریک او حتا خپل ځان وبښئ. که تاسو خپل اولادونه وبښئ، نو زده کوي چې تېروتنه هغه څه ده چې ترې ډډه نه شي کېدای او خپله هیله له لاسه نه ورکوي. هغه زده کوي، چې له تېروتنې سره سره به هم پر خپلې کورنۍ ګران وي او په پایله کې هغه له خپلو تېروتنو څخه درس اخلي او لا پسې به ځواکمن شي.
مسؤولیتمنونکي واوسئ
نه یوازې همېشه خپل ماشوم ته نظر کوئ، بلکې د هغه حواس هم ستاسو په لور دي. هغه ستاسو تر خبرو ستاسو له کړنو او کارونو څخه ډېر څه زده کوي، که تاسو خپلو شاوخوا خلکو ته درنښت وکړئ، مینه ورسره وکړئ، رښتیني، هڅاند او زیارکښ واوسئ، ماشوم به مو یې هم درڅخه زده کړي او دا چلندونه به نه یوازې په کور، بلکې په ښوونځي، کوڅه او سړک کې هم تکرار کړي.