کرکټ بورډ: اصغر بیرته د کرکټ ملي لوبډلې ته راستون شو 

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اضغر ستانکزی د اپنډیکس عملیات ترسره کولو وروسته بیرته خپلې لوبډلې ته راستون شو.
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې نوموړی د خپل کامیاب عملیات وروسته د افسر ځاځي پر ځای بیرته د لوبډلې سره یو ځای شو.
د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لمړیو کې اضغر ستانکزي په زیمبابوې کې د اپنډیکس عملیات ترسره کړ، چې په سیالیو کې له ګډون څخه منع شو.
د نوموړي پرځای د افغان لوبډلې سره ویکټ کیپر لوبغاړی افسر ځاځي ګډون وکړ، خو د افغان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې افسر ځاځی تیره ورځ په تمریناتو کې ټپی شوی دی او د اضغر ستانکزي روغتیايي حالت ته په کتو هغه بیرته لوبډلې سره یو ځای شو، چې د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو پاتې سیالیو کې به نوموړی د لوبډلې سره مل وي.
لوبډلمشر په داسې حال کې لوبډلې ته راستنیږي، چې همد نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي.
له بل خوا افغان لوبډله د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورتګ په موخه په روان غوراوي پړاو سیالیو کې د ستونزو سره مخ ده، ځکه چې په لمړیو کې یې په خپلو ۳ لوبو کې مسلسل ماتې وخوړې.
د لوبډلې سرپرست لوبډلمشر راشد خان او مشر لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل د ماتو یو لامل د افغان لوبډلمشر اضغر ستانکزي نشتون یاد کړی و، چې په ناڅاپي ډول له لوبډلې لیرې شو.
کرکټ بورډ وايي، اضغر ستانکزی ځکه بیرته ژر لوبډلې ته راستون شو، چې د نومړي عملیتا د لیزر په واسطه ترسره شوی و او دومره ستونزمن نه و او اوس د نومړي روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې افغان لوبډلې د خپلو ترسره کړیو ۵ سیالیو څخه په ۳ لوبو کې ماتې او ۲ لوبو کې بریا خپله کړې ده، خو د غوراوي جام په دې سیالیو کې لا هم افغان لوبډله دوه لوبې لري، چې نن د متحده عربي امارتو او راتلونکې سیالۍ کې به د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې سره په لوبه کې مخامخ شې.
که په داوړو سیالیو کې افغان لوبډله بریاوې خپلې کړې او هم ویسټ انډیز سکاټلینډ ورسره متحده عربي امارت د زیمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړي، نو دواړه ویسټ انډیز او افغنستان به د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي.