د خوشاله ماشوم د روزلو لپاره لس رازونه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: عطا محمد میاخېل
خوشاله ماشوم ولرئ. د ماشوم په هڅولو سره، هغه ته دا ور زده کوئ، چې ډېری وخت خپل ځان د خوشاله اوسېدلو په لوړ مقام کې وګڼي. په دې لیکنه کې د خوشاله ماشوم روزلو په لسو رازونو باندې رڼا اچول کېږي:
۱ ـــ له خپل ماشوم سره مینه وکړئ
د خوشاله ماشوم روزنې لومړنی راز د هغه ستاینه ده، کله چې ماشومان لوېږي، دا چې پوه شي، چې لېوالتیاوو، باورونو او استعدادونو ته یې ارزښت ورکول کېږي، نو دا به یې په راتلونکي ژوند کې د ډېرې خوښۍ او خوشالۍ سبب شي. البته د ماشوم منل د هغه له همېشنیو تېروتنو څخه د سترګو پټولو په مانا نه دي، دا زده کړئ چې د ماشوم کړنې نقد کړئ، نه د هغه شخصیت، دغه راز هغه څه چې له ماشوم څخه غواړئ، ورته ووایئ، نه هغه څه چې ترې نه یې غواړئ.
۲ ـــ خپل ماشوم ته مثبت فکر کول و رزده کړئ
کله چې مو ماشوم پر دې پوه شي، چې باور پرې لرئ، نو داسې احساس کوي، چې هر څه ته لاسرسی ورته شونی دی. د خپل ځان په اړه د ماشوم افکار ډېر زیات ارزښت لري، له دې امله باید والدین خپلو ماشومانو ته مثبت فکر کول ور زده کړي.
۳ ـــ عادلانه مقررات وضع کړئ
کوچني ماشومان د خوندیتوب په احساس سره خوشالېږي. داسې وګڼئ، چې د غره پر یوې لوړې څوکې  ولاړ یاست، په هغه صورت کې به پر هغه ځای له درېدلو څخه خوند واخلئ، چې په وړاندې مو ساتونکی شته وي، پرته له دې به اندېښمن یاست، چې خدای مه کړه له کوم خطر سره مخامخ نه شئ، ماشومان هم همداسې دي، کله چې د چلندونو لپاره یې یو کلک او ټینګ چوکاټ وي، نو پرمختګ کوي.
۴ ـــ مثبت اړخونه پیاوړي کړئ
خپل ماشوم پر دې پوه کړئ، چې هېڅ داسې ستونزه نشته، چې د یو بل په مرسته یې حل نه شو کړای، هغه ته دا ور زده کړئ، چې خوشبین واوسي. که کومه پېښه رامنځته شوه، په لوړ غږ سره فکر وکړئ او پرېږدئ، چې هغه ستاسو افکار واوري: وایي نه… باور مې نه کېږي، چې دا پېښه را منځته شوې وي، خو سموم یې، مهمه نه ده.
۵ ـــ د خپل ماشوم د خوښۍ او خوشالۍ کړۍ بشپړه کړئ
له خپل ماشوم سره مرسته وکړئ، چې خپله دوستانه اړیکه وساتي او پراخه یې کړي، پیاوړې اړیکې او د هغو د ټینګولو د مهارت لرل، په راتلونکې کې د خوشاله اوسېدلو له اصلي شرایطو څخه ګڼل کېږي.
۶ ـــ ماشومان لا ډېر خوځښت (تحرک) ته اړ کړئ
د نننیو ماشومانو وزن لږ څه ډېر دی، چې دا یې روغتیا او سلامتیا ته زیان رسوي. چاغ ماشومان تر نورو ماشومانو پر ځان له کم باور څخه برخمن دي او خپه دي. که چېرې ماشومان له کور څخه بهر ډېر خوځښت لرونکې بوختیاوې، د کور دننه کم خوځښته فعالیتونو ځای ناستې کړي او د چمتو شویو خوړو پرځای، چې خوړنیز ارزښت نه لري، سالم او طبیعي خواړه وخوري، د خوشاله اوسېدلو له ګټو څخه به برخمن شي. له نورو ماشومانو سره لوبې کول، ستاسو د ماشوم د خلاقیت ځواک پیاوړی کوي او هغه ته ټولنیز مهارتونه ور زده کوي.
۷ ـــ خوشالي د یادګارونو په بکس کې زېرمه کړئ
د خپل ماشوم د خوښې وړ توکي، انځورونه، یادګارونه او هغه کار دستیانې، چې ماشوم ته ښې او په زړه پورې خاطرې ور په یادوي په یوه بکس کې ځای پرځای کړئ. کله چې ماشوم  مو ناروغ، خواشینی او غمجن دی او یوې مُسکا ته اړتیا لري، نو هغه څیزونه له بکس څخه را بهر او ور ښکاره یې کړئ.
۸ ـــ د اړیکې جادویي شېبې پیدا کړئ
په دې وروستیو کې له اوو څخه تر اولس کلونو لرونکو ماشومانو څخه پوښتنه وشوه، چې د کومو څیزونو غوښتونکي دي، چې په پیسو سره نه اخیستل کېږي، هغوی ټولو په ځواب کې ویلي وو، چې والدین او د هغوی پاملرنه. زموږ ماشومان غواړي، چې د هغوی په اړه فکر وکړو. داسې پروګرامونه جوړ کړئ، چې د کورنۍ ټولو غړي پکې ګډون وکړي او ترې خوند واخلي، لکه غر ختنه او پلی مزل کول. ماشومانو ته په خپلو ورځینو فعالیتونو کې د ګډون اجازه ورکړئ، لکه د کور کارونه ترسره کول، خرید او د باغچې خړوبول.
۹ ـــ خپل ماشوم د یو وار بیا کوښښ کولو لپاره وهڅوئ
د خوشاله ماشوم د روزلو لپاره، هڅه مه کوئ، چې ماشوم له ټولو اندېښنو او مسؤولیتونو څخه لرې وساتئ، له هغه سره مرسته وکړئ، چې زده کړي، چې څنګه له هغو سره مخامخ شي. که درسي یا نادرسي ماتې هغه ناهیلی کړی دی، مرسته ورسره وکړئ، چې ډېر ژر بېرته عادي حالت ته را وګرځي. ویې هڅوئ، چې خپل احساسات د لیکلو او یا نقاشۍ په چوکاټ کې بیان کړي. تاسو د خپل ماشوم لپاره بېلګه یاست. پر دې خپل ځان ډاډه کړئ، چې د هغه په وړاندې مناسبه بېلګه یاست، هېڅ وخت خپله روحیه له لاسه مه ورکوئ.
۱۰ ـــ په هغه کې حیرانتیا رامنځته کړئ
کله چې ماشوم له خپل ځان څخه یوه ستر څیز سره مخامخ کېږي، څه فزیکي ښکارنده وي، څه معنوي، د خوښۍ احساس کوي. له ماشومانو سره د خپلو عقایدو، الله (ج) او دیني مقدساتو په اړه خبرې وکړئ، اړینه نه ده، چې هغه ټول جزئیات درک کړي او پرې پوه شي. له هغه سره په ځنګله کې قدم ووهئ، ستورو ته ځیر شئ، په خټو کې د یوه کوچني چینجي نندارې ته کېنئ. په ماشوم کې د پام او توجه احساس وروزئ.