ليکنه: مدثر دعوت
د هندي لارښود کبيرخان د ۸۳ په نوم فلم د ۲۰۲۰ز کال تر ټولو ډير انتظار کوونکی فلم بلل کيږي.
د فلم کيسه د ۱۹۸۳ز کال نړيوال جام په اړه جوړه ده.
د ۱۹۸۳ز کال نړيوال جام هندوستان د کپيل ديو په لوبډلمشرۍ کي ګټلی وو،چي لا تر اوسه هم د هندوستان لپاره د وياړ تاريخ دی.
په ۸۳ فلم کي چي لومړنی پوسټر يې خپور سوی رنويرسينګ د کپيل ديو په رول کي څرګنديږي.
د کپيل ديو رول په ۱۹۸۳ز کال نړيوال جام کي د پام وړ وو.
کپيل ديو په لومړي ځل د ۸۳ فلم په اړه چي کيسه يې تر ډيره پر ده راګرځي غبرګون ښودلی.
کپيل د رسنيو سره په خبرو کي ويلي چي د نړيوال جام په اړه فلم بايد ډير وروسته جوړ سوی وای.
نوموړی وايي: د فلم د جوړيدو په اړه چي زما څخه وپوښتل سوه ځواب يا وو!
دده په خبره موږ لاهم ځوانان يوو،زموږ کيسې باندي فلم بايد ۵۰ يا ۱۰۰ کلونه وروسته جوړ سوی وای.
ديو وايي بيا هم ما او زما ملګرو ورسره خوښه کړه،که دوی زموږ په اړه فلم جوړوي نو مخته دي ولاړسي.
کپيل ديو پدې خوشحاله دی چي د فلم جوړوونکي د کيسې د لا جالبتيا لپاره ډير تلاښ کوي،پوښتني کوي او رښتنې کيسه جوړوي.
د ۸۳ په نوم فلم به د روان کال اپريل مياشتي په لسمه نيټه بازار ته وړاندي سي.